د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
ايران په اتومي تړون کې تغييرات رد کړل
ايران د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، هغه غوښتنه چې اتومي تړون کې دې بدلون راشي، يو ځل بيا رد کړې ده. د ايران د بهرنيو چارو وزارت په غبرګون کې راغلي دي چې «اتومي تړون په نړيواله کچه منل او لاسليک شوی يو تړون دی چې د سره پرې خبرې اترې نه شي کېدای.» د تړون نور لاسليکونکي، لکه اروپايي اتحاديه، چين او روسيه هم د نويو تغييراتو راوستل ردوي.
وال ستريټ ژورنال: د ترمپ وکيل د خاموشۍ په بدل کې پيسې ورکړې دي
د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، يوه وکيل ښايي د لوڅو فلمونو يوې لوبغاړې ته د خاموشۍ په بدل کې پيسې ورکړې وي، څو هغه له ترمپ سره د تعلقاتو په اړه خبرې ونه کړي. «وال ستريت ژورنال» خبر ورکوي چې د ترمپ اوږدمهاله د مدافع وکيل، مايکل کوهن، لوبغاړې، ستېفاني کليفورد، ته د ۲۰۱۶ کال تر ولسمشريزو ټاکنو يوه مياشت مخکې ۱۳۰ زره ډالر ورکړي ول څو له هغې سره د ولسمشر مشکوکې جنسي اړيکې رابرسېره نه شي.
سعودي عربستان کې ښځې په لومړي ځل د فوټبال لوبغالي ته ورغلې
په سعودي عربستان کې ښځو ته په لومړي ځل اجازه ورکړل شوه چې په لوبغالي کې د فوټبال يوې لوبې ته ورشي. د لوبې تر شروع کېدلو څو ساعته دمخه د فوټبال مينه والې د جدې ښار لوبغالي ته ورغلې. مېرمنې کولای شي اوس دغه لوبې وويني په داسې حال کې چې خاصې چوکۍ ورته په نظر کې نيول شوې دي. هغوی کولای شي يوازې يا له کورنۍ سره ورشي.
د پاپ تر سفر مخکې پر کليساګونو باندې بریدونه
چيلي ته د پاپ فرانسيس تر سفر لږ د مخه ناپېژاندو کسانو د پنجشبنې په ماښام په پلازمېنه سانتياګو کې دريو کاتوليکي کليساګانو ته اوراچوونکي بمونه ورغورځولي دي چې ودانيو ته يې يو څه زيان هم اړولی دی. ولسمشرې ميشل باشېلېت دغه کار غندلی دی او پوليسو پلټنې پيل کړې دي. د يوې کليسا پر دېوال باندې عاملينو داسې يو پيغام پرې ايښی دی چې پکې د کاتوليکي کليسا اصلي مشر، يعنې پاپ ته خپله ګواښ شوی دی.
په تونس کې د سپما د سياست پر ضد مظاهرې دوام لري
په سلګونو انسانانو يو ځل بيا د تونس په پلازمېنه تونس او په ساحلي ښار، صفاقس، کې د لوړېدونکو بيو او د حکومت د سپما د سياست پر ضد مظاهرې وکړې. د تېرو ورځو په څېر نن هم ډېر مظاهره چيان نيول شوي دي. د يکشبنې د ورځې له پاره هم اپوزيسيون د احتجاجونو له پاره بلنه ورکړې ده.
افريقايان: ترمپ دې معذرت وغواړي
۵۴ افريقايي هېوادونو د متحده آيالاتو له ولسمشر، دونالد ترمپ، څخه غوښتي دي چې د «ګنده هېوادونو» د خبرې له امله دې معذرت وغواړي او دغه خبره دې بېرته واخلي. په ملګرو ملتونو کې له يوې بېړنۍ ناستې وروسته د افريقايي هېوادونو سفيرانو وويل چې «هغوی د متحده آيالاتو د ولسمشر د سپکو، تعصبي او له پردو سره د کينې د څرګندونو له کبله ټکان خوړلی دی».