د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
ټرمپ غواړي چې پر روسيې باندې لګېدلي امريکايي بنديزونه لېرې کړي
د متحده آيالاتو راتلونکي ولسمشر، دونالد ټرمپ، اعلان کړی دی چې د روسيې په وړاندې تازه لګېدلي بنديزونه به وڅېړل شي. ټرمپ د «وال ستريت ژورنال» ورځپاڼې ته وويل چې دغه بنديزونه به د يو څه مودې له پاره پلي پاته شي. خو اشاره يې هم وکړه چې بنديزونه به لېرې شي که مسکو د متحده آيالاتو له ستراتيژيکو اهدافو، لکه د ترهګرۍ ضد مبارزې څخه ملاتړ وکړي. ټرمپ دې ته هم لېوالتيا وښودله چې له پوتين سره وګوري.
د امريکا ولسي جرګې د اوباما روغتيايي اصلاحاتو ته منفي رايه ورکړه
له سنا وروسته د متحده آيالاتو د استازو مجلس يا ولسي جرګې هم د تلونکي ولسمشر، بارک اوباما، د صحي اصلاحاتو د لېرې کولو له پاره لومړی ګام اخيستی دی. ۲۲۷ استازو د بودجې داسې يوه مسوده منلې ده چې د «اوباما کېر» په نوم د روغتيايي اصلاحاتو د له منځه وړلو له پاره لاره هواروي. ۱۹۸ استازو بيا مخالفه رايه وکاروله. د پنجشنبې په ورځ سنا د «اوباما کېر» د له منځ وړلو له پاره ۵۱ مثبتې او ۴۸ مخالفې رايې ورکړې وې.
شپيګل: د آلمان څارګرې ادارې د مسکو له اهدافو څخه خبرداری ورکوي
د آلمان د «دېر شپيګل» مجلې په حواله د آلمان څارګرې ادارې پر روسيې باندې تور لګوي چې غواړي د اروپا او متحده آيالاتو تر منځ نژدې اړيکې تضعيفې کړي. په مجله کې راغلي دي چې دغه خبره د «رواني عملياتو» په نوم د يوې کاري ډلې د يوه ګډ راپور څخه څرګنديږي چې د آلمان حکومت ته وړاندې شوی دی. د مجلې په حواله د راپور پايله دا ده چې د اروپايي اتحاديې په هېوادونو کې له کلونو راهيسې د روسيې تاثيرات محسوسيږي.
راپور: د آلمان حاکم ائيتلاف د غلطو خبرونو په وړاندې مبارزه غواړي
د آلمان حاکمو ائيتلافي ګوندونه، سي دي يو، سي اس يو، او اس پي دي، د يوې ورځپاڼې د راپور له مخې په ټولنيزو رسنيو کې د غوسې ډکو تبصرو او غلطو خبرونو په وړاندې د لا سختې مبارزې له پاره تفاهم ته سره رسېدلي دي. دغه خبر د «راينيشه پوست» ورځپاڼې د محافظه کار فراکسيون د مشر، فولکر کاودر، او د آلمان د عدليې د وزير، هايکو ماس، په حواله ورکړی دی.
شتاينماير په کلمبيا کې د پخلاينې غږ کړی دی
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير، د کلمبيا د حکومت او فارک چريکانو تر منځ د سولې د پروسې له پاره د زيات فعال ملاتړ ژمنه کړې ده. شتاينماير د لاتينې امريکا د دغه هېواد څخه د ليدنې په وخت وويل چې د سولې د تړون د لاسليکېدو وروسته اوس د نافذېدو بهير راځي چې همغسې مهم او همغسې ستونزمن هم دی. په پلازمېنه بوګوتا کې شتاينماير د سولې د يوه ګډ انستيتوت بنسټ هم کښېښود.
د برلين لوکسې مغازې «کادېوې» ته غله ورداخل شوي
د برلين په لوکسې مغازې کادېوې باندې د دوو کلونو په ترڅ کې په دويم ځل غله ورننوتلي دي. ناڅرګندو عاملينو د شبنې په سهار د مغازې تر پرانيستل کېدو مخکې د کادېوې د مغازې لاندني پوړ ته مخه کړې د پوليسو په وينا داسې ښايي چې غلا يې هم کړې ده. د دغې مغازې په اول پوړ کې د نورو شيانو تر څنګ طلا او ګاڼه هم پرته ده. څه باندې دوه کاله مخکې هم غله ورداخل شوي ول چې د سلګونو زرو يورو په مقدار غلا يې کړې وه.