د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان: په کم عمر کې په قتل تور تن اعدام شو
په پاکستان کې د انصار اقبال په نوم هغه کس اعدام شو چې ښايي د جرم پر وخت ئې عمر تر قانوني سن ته لا نه وو رسېدلی. هغه نن سه شنبه د پنجاب ایالت د سرگودها ښار په زندان کې په دار وځړول شو. د هغه د وکیل په حواله کله چې انصار اقبال په ۱۹۹۴م کال کې ونیول شو نو ۱۵ کلن وو.
سعودي د سوریې او یمن کړکیچ د پراخیدو پړه پر ایران اچولې
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د العربیه شبکې سره د خبرو پر وخت وویل چې تهران د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم ملاتړ کوي او دغه هیواد ته یې په زرونو جنگیالي استولي دي. الجبیر پر تهران دا تور هم ولگاو چې د یمن د حوثي یاغیانو د ملاتړ له لارې دغه شخړې لا پسې پراخوي.
په يمن کي د واده پر مراسمو برید شوې
په یمن کې د واده پر مراسمو د راکټي برید په نتیجه کې تر هغه زیات انسانان وژل شوي، چې ویل شوي ول. په مکبانا کې د روغتون کار کونکو د وژل شویو شمیر ۱۳۱ ښوولې، په داسې حال کې چې مخکې د ۲۷ تنو د وژل کیدو خبرونه ورکړل شوي ول. دا په یمن کې پر ملکې وگړو تر ټولو خونړۍ برید بلل کیږي. د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف د برید مسئولیت نه دې منلې او وايي چې دا د سیمه ایزو وسله والو کار دی.
چین غواړي له ایران سره لا زیاته همکاري وکړي
چین غواړي له ایران سره د انرژۍ او اقتصاد په برخه کې ژوره همکاري وکړي. دا خبره د چین ولسمشر شي جین پینگ په نیویارک کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره د لیدني پر وخت وکړه. سربیره پر دې چین په پام کې لري چې د عصري تکنالوژۍ د مثال په توگه د موټر جوړوني، د اوسپنې او فولادو او همدا راز د ریل د پټلیو او لویه سړکونو د جوړولو په برخه کې همکاري لا پسې پراخه کړي.
د آلمان کابینې د پنا غوښتنني د نویو قوانینو وړاندیز کړی
د حکومتي کړيو د معلوماتو پر اساس د آلمان کابینې د مهاجرو د راتگ دوامداري لړۍ ته په کتو سره د قوانینو د یوې هر اړخیزي بستې وړاندېز کړی. د دې قوانینو له مخې به د پناغوښتني مقررات سخت شي، پر دوسیو کار چټک کړل شي او د مهاجرو له پاره به ژر تر ژره د نویو سرپناو جوړول هم ممکن شي. همدا راز د ایالتونو او محلي ادارو له پاره د ميلیاردو یورو مرستې هم په نظر کې نیول شوي دي.
په مدیترانه کې تر ۱۱۰۰ زیات مهاجر ژغورل شوي
په مدیترانه سمندرگي کې د لیبیا ساحل ته نزدې د یوې ورځي په اوږدو کې تر ۱۱۰۰ زیات مهاجر له ډوبیدو ژغورل شوي. د اېتاليا خبري آژانس انسا د ساحلي پولیسو په حواله ویلي چې د دوشنبې په ورځ د ژغورني په ټولو ۱۱ عملیاتو کې ۱۱۵۱ انسانان له غرقو شویو کښتیو څخه ژغورل شوي.