د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي
ایمنستي: د کامیرون حکومت ۱۳۰ تنه تښتولي
د بخښنې نړیوال سازمان د کامیرون هیواد پر حکومت د یو شمیر نارینه وو او ځوانانو د تښتولو تور لګولی دی. د دې سازمان د مرکزي افریقا د برخې مشر وویل چې کابو دوه کاله تر مخه ۱۳۰ تنه د ترهګرۍ په تور نیول شوي ول چې دا کسان تر اوسه لادرکه دي. ده زیاته کړه چې د بشري حقونو سازمان په دې باوري دی چې حکومت د دغه کسانو په لادرکه کیدو کې لاس لري .
په سومالیا کې بمي برید ۵ تنه وژلي
په سومالیا کې ولسمشرۍ ماڼې ته څيرمه یوه تروریستي برید ګڼ شمیر انسانان وژلي دي. پولیسو د لږ تر لږه ۵ تنو د وژل کیدو او ۱۳ د ټپي کیدو خبره کړې. عیني شاهدانو ویلي چې یو موټر بم د هغه هوټل مخې ته چاودلې چې امنیتي غونډه پکښې روانه وه. د چاودنې وروسته د فایرونو غږونه هم اوریدل شوي. د برید پړه د الشباب پر ترهګرې ډلې وراچول شوې کیږي.
کردانو پر ترکیه په شمالي سوریا کې د ټولوژنې تور لګولی
د کردانو په مشرۍ ملیشو ترکیه د سوریې د شمال د وګړو په ټولوژنه تورنه کړې. د سوریې د شمالي ښار منبج د پوځي جرګۍ ګۍ ویاند شیروان درویش وویل چې کردي جنګیالي په دې توګه په عین وخت کې هم د «اسلامي دولت» ډلې خوا او هم همدا راز د ترکیې د سوریايي متحدینو له خوا تر بریدونو لاندې دي. یاده جرګه ګۍ د سوریې د دیموکراتیک ځواک « ایس ډی ایف» سره چې کردانو تر نفوذ لاندې ده، نزدې اړیکې لري.
په قرغیزستان کې د چين پر سفارت برید شوی
یوه ځانمرګي برید ګر په قرغیزستان کې د چین پر سفارت برید ترسره کړی. لکه څرنګه چې د شوروي اتحاد د دغه پخواني جمهوریت پولیسو ویلي برید ګر خپل موټر په پلازمینه بشکک کې د سفارت د عمومي دروازې سره ټکر کړې او بیا یې موټر ته چاودنه ورکړې. د مرستیال لومړي وزیر په حواله په پيښه کې یوازې برید وژل شوی او د سفارت درې په خټه قرغزي کارکونکي ټپيان شوي دي. د برید پس منظر تر اوسه روښانه نه دی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ترکیه ګواښلې
د آلمان بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر ترکیه ته په هغه صورت کې چې د آلمان د پارلمان غړو ته په انجرلیک ښار کې د پوځي اډې څخه د لیدنې اجازه ور نه کړي، د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د آلماني پوځ د ماموریت د ختمولو ګواښ کړی. ده وویل کله چې د آلمان پارلمان په انجرلیک کې د آلمان د پوځ د بهرني ماموریت په اړه پریکړه کوي نو د پارلمان غړي باید په هغه ځای کې له مقر څخه لیدنه هم وکولای شي.
په مدیترانې سمندرګي کې په یوه ورځ ۶۵۰۰ مهاجر ژغورل شوي
د اېتالیې ساحلي پولیسو په مدیترانې سمندرګي کې په یوه ورځ تقریباً ۶۵۰۰ تنه مهاجر ژغورلي دي. د ایټالیا ساحلي څارونکو د تویټر په پیغام کې لیکلي دي چې د قوماندې مرکز په ۲۴ ساعتونو کې د ژغورنې ۴۰ ماموریته همغږي کړل او د لیبیا ساحل ته څیرمه د زرونو پناه غوښتونکو مرستي ته ورورسیدل. د ژغورنې دغه عملیات د تیرو کالونو تر ټولو شدید او ستر وو.