د نړۍ مهم خبرونه په انځور کې
د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ په افغانستان کې لاریونونه
میانمار کې پر روهنګیايي اقلیتونو د ادعا شوي زورزیاتي له امله د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کي لاریونونه شوي. مظاهره چیان پر میانمار غږ کړی چې د مسلمانانو ادعا شوې «نسل وژنه» دې ودروي. د جمعې په ورځ په کابل او ننګرهار کې هم سلګونه کسانو د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته راټول شوي وو او د روهنګیايي مسلمانانو د حالت په هکله یې د ملګرو ملتونو او د اسلامي هیوادونو په چوپتیا نیوکې وکړې.
له برلین څخه له ۱۲۰ ډیر اسلامپاله سوریې او عراق ته تللي
د تیرو پنځو کلونو په اوږدو کې له برلین څخه له ۱۲۰ نه ډیر اسلامپاله سوریې او عراق هیوادونو ته سفر کړی. د آلمان د برلین ایالت د کورنیو چارو وزیر تورستن آکمن ویلي چې دغو کسانو په سوریه او عراق کې د جنګ یا د جهاد د ملاتړ له پاره سفرونه کړي. تراوسه پورې له برلین څخه عراق او سوریې ته د تلونکو کسانو له ډلې څخه ۲۰ کسان یې په جګړو کې وژل شوي هم دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر د مهاجرینو د مرستو کمولو غوښتنه کړې
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د داسې يو تړون غوښتنه کړې چې له مخې يې د اروپايي اتحاديې ټول غړي هيوادونه مهاجرو ته مساوي امتيازات ورکړي. نوموړي د «راینیشته پوست» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو په پرتله له مهاجرینو سره د آلمان مرستې په «ښکاره ډول» لوړې دي. هغه همدا راز زیاتوي چې همدغه څه د دې دلیل ګرځیدلی چې یو زیات شمیر مهاجرین غواړي آلمان ته راشي.
د سوریې ځواکونو د دیرالزور په سیمه کې تهاجمي عملیات پیل کړي
د امریکا ملاتړ لرونکي سوریايي ځواکونو د دیرالزور په نامه ښار کې د داعش ډلې د سنګرونو پرضد خپل تهاجمي بریدونه پیل کړي. د دې ځواکونو یو لوړ پوړي قوماندان احمد ابو خاوله وویل چې دوی پریکړه چې د فرات د سمندر له سیمو څخه هم داعش په شا کړي. تیره ورځ، د روسیې دفاع وزارت ویلي وو چې په دیرالزور کې یې د داعش ډلې د مشرانو یوه غونډه بمبار کړې او له امله یې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۴۰ جنګیالي وژل شوِي دي.
د امریکا پوځ د ایرمان په نامه طوفان سره په مقابله کې
د ایرما په نامه د شدید طوفان له رارسیدو مخکې، د امریکا پوځ خپل زرګونه سرتیري بسیج کړي. د امریکا دفاع وزارت رپوټ ورکړی چې د پورتوریکو، د ویرجن ټاپوګانو او د فلوریدا ایالتونو ګورنرانو د ملي ګارډ شاوخوا ۱۴ زره سرتیري د تیارسی په حال کې برابر کړي دي. دوی د پلټنې، ژغورنې او د سیمو د تخلیې په برخه کې د مرستو ماموریت په غاړه لري.
د مکسیکو د زلزلې د قربانیانو شمیر لوړ شوی
په مکسیکو کې د شدیدې زلزلې له امله د قربانیانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. د دې هیواد اړوندو ادارو تر اوسه پورې د ۶۰ کسانو د مرګ رپوټ ورکړی دی. دغې ۸ اعشاریه ۲ درجې زوروزې زلزلې د پنجشنې په ماښام د مکسیکو جنوب ولړزوو چې په تیرو ۸۰ کلونو کې یې ساری نه وو. د دې زلزلې ژور والی ۱۹ کیلو متره د بحر لاندې ښوول شوی چې د بحر د اوبو د لوړیدو یا سونامي سبب هم شوی دی.