د نړۍ مهم خبرونه په انځور کې
امریکا د «بوکوم حرام» پر ضد مبارزه پیاوړي کوي
امریکا متحده ایالات د افراطي ډلې «بوکو حرام» پر ضد د مبارزې ملاتړ پیاوړې کوي. لکه څرنگه چې د امریکا متحدو ایالاتو د ملي امنیت شورا یوه ویاند ویلي دي نور ۴۵ میلیونه ډالر به ځانگړي شي چې په کمېرون، چاد او نایجیریا کې د افراطیانو پر ضد مبارزه پیاوړې کړی شي. زیاته شوې ده چې دغه پیسې به د تجهیزاتو، د پوځي روزنو او د پوځونو د لیږد په برخه کې د مرستې په توگه ولگول شي.
په سعودي عربستان کې د مړو شمیر ۷۱۹ تنو ته رسیدلی
په سعودي عربستان کې د پاکستان د حجيانو د چارو مسوول ابو احمد عاکف ویلي دي چې تیره ورځ د حج په مراسمو کې د گڼې گوڼې د خونړۍ پیښې تر رامنځ ته کیدو وروسته ۲۳۶ پاکستاني حاجیان لادرکه دي. تر دې دمخه پاکستاني چارواکو د اوو حاجیانو د مړینې او شپږو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی وو. د پرونۍ پیښې له کبله د مرگ ژوبلې شمیر ۷۱۹ تنو ته لوړ شوی دی. په پیښه کې د مصر، هند، ترکیې، اندونزیا، کینیا حاجیان هم وزل شوي دي
«د ترکیې په سویل کې دوه عسکر او ۳۴ کردي یاغیان وژل شوي دي»
د ترکیې په سویلي ولایت شرناق کې د چاودنو او نښتو په ترڅ کې دوه ترکي عسکر او د کردانو د منع کړل شوي کارگر گوند (پي کې کې) ۳۴ یاغیان وژل شوي دي. د ترکیې د پوځ د وینا له مخې، بیت الشباب سیمي ته څیرمه د پې کې کې، په دوو جلا یرغلونو کې د دوی دوه عسکر وژل شوي دي. د دغه هیواد د لوی درستیز له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې په هوایي بریدونو کې «۳۴ ترهگر له منځه وړل شوي دي»
شي جین پینگ ته په سپینه ماڼۍ کې پوځي سلامي وړاندې کیږي
په پام کې ده چې د چین ولسمشر شي جین پینگ ته په امریکا متحدو ایالاتو کې د رسمي سفر په ترڅ کې نن په سپینه ماڼۍ کې په پوځي سلامۍ سره هرکلی وویل شي. د چین د اقتصادي ودې او د پيسو د ارزښت د راکمیدو په تعقیب، داسې اټکل کیږي چې د متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما او شي جین پینگ تر منځ به د پیکینگ راتلونکي اقتصادي پالیسي د خبرو اترو مهمه اجنډا وي.
د آلمان غواړي چې کم عمره بې سرپرسته مهاجر پر ایالتونو وویشي
له یوه نوي قانون سره د آلمان فدرال حکومت غواړي هغه کم عمره مهاجر ځوانان چې له میندو او پلرونو پرته آلمان ته راغلي وي، په مساوي توگه د دې هیواد پر ایالتونو وویشي. د آلمان د فامیلي چارو وزیرې مانیولا شویزیگ، پارلمان یا بوندستاگ ته د دغه نوي قانون د مسودې د وړاندې کولو پر مهال وویل چې بې سرپرسته کم عمره کسان پالنې ته اړتیا لري او په وینا یې هر ایالت دغه امکانات نه لري.