د نړۍ مهم خبرونه له متن سره
د نړۍ مهم خبرونه له متن سره
میرکل: د میرمنو د حقونو په هکله لا هم اوږد مزل په مخکې دی
انګلا مرکل د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ویډیويي پیغام کې د میرمنو او نارینه وو پر مساوي حقوقو ټینګار وکړ او وايي چې په آلمان او نورو هیوادونو کې د میرمنو د حقونو په برخه کې اقدامات نه کیږي او په دې هکله اوږد مزل په مخکې لرو. میرکل وايي چې مسيحي دموکرات او سوسیال دموکرات ګوندونو د کابینې د تشکیل له پاره ۳ نارینه او ۳ ښځینه نوماندان خو مسیحي سوسیال اتحاد ګوند بیا یوازې ۳ نارینه پیشنهاد کړي دي.
ایران د اجباري حجاب اعتراض کوونکې په دوه کلن بند محکومه کړې
د ایران د يوه څارنوال عباس جعفر دولت آبادي د وینا له مخې په دغه هیواد کې د اجباري حجاب پر ضد د اعتراضونو له امله یوه لاریون کوونکې په دوه کاله بند محکومه شوې ده. د ایران اساسي قانون میرمنې د ټکري یا پړوني پر اغوستلو مکلفې کړې دي. دولت آبادي ویلي دي چې له دې وروسته به قاضیان او پولیس د هر ډول قانون ماتونې پر وړاندې جدي عمل وکړي.
د افغانستان د پارلماني ټاکنو د ځنډیدو امکان
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو تن غړې وسیمه بادغیسي نن د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د ټولو ټاکنیزو حوزو یو پر څلورمه برخه په نا امنه سیمو کې دي. د افغانستان پارلماني ټاکنو له اوږدې مودې راهیسې ځنډول شوي او ټاکل شوې چې په جولای میاشت کې به ترسره شي. په عین حال کې بهرني دپلوماتان ان تر اکتوبر میاشتې پورې د دې پارلماني ټاکنو د ځنډیدو د احتمال په هکله خبرې کوي.
په آلمان کې له لارۍ موټر پناه غوښتونکي نیول شوي
د آلمان فدرالي پولیسو په یوه لارۍ موټر کې ۲۷ پناه غوښتونکي کشف کړي دي. د آلمان د مونشن ایالت پولیسو د سرچینو په حواله، په دې عملیاتو کې د ترکیې هیواد دوه اتباع هم نیول شوي دي. له دې لارۍ څخه نیول شوي پناه غوښتونکي د ایران او عراق هیوادونو اتباع دي او اوس د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د آلمان فدرالي پولیسو ته سپارل شوي دي.
د کونړ په هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر ځوی وژل شوی
په کونړ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر ملا فضل الله زوی او ۲۱ نور طالب جنګیالي وژل شوي دي. د پاکستان امنيتي چارواکو او په طالبانو پوري اړوندو کړیو د پنجشنبې په ورځ ویلي چې عبدالله الیاس امان دیري، د افغانستان د ختیځ کونړ ولایت پر یوه روزنیز مرکز د امریکایې ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
آلماني څارنوال د نیول شوي آلماني هوئیت تاييد کړ
د آلمان د کوبلنڅ څارنوالۍ په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو له خوا د نیول شوي آلماني هویت تائید کړ. د دې څارنوالۍ ویاند نن د پنجشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دغه تورن اسلامپاله په افغانستان کې نیول شوی او د آلمان د راینلند فالتڅ ایالت د جنوب شرقي ښار ورمز اوسیدونکی دی. د هغه په وینا اوس پر دې احتمال فکر کیږي چې دغه نیول شوی آلمانۍ الاصله اسلامپاله له افغانستانه آلمان ته انتقال کړل شي.
د آلمان د بهرنیو چارو اوسنی وزیر په راتلونکې کابینه کې ځای نه لري
د آلمان اوسنی د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل چې د دې هیواد د سوسیال ديموکرات ګوند غړی دی، د آلمان په راتلونکې کابینه کې ځای نه لري. ۵۸ کلن ګابریل د ټولنیزو شبکو له لارې لیکلې چې داسې اټکل کیږي چې په راتلونکې کې اندریا نالیس او یا هم اولاف شولتس د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شي.
د سوریي پوځ د شرقي غوطې نورې سیمې نیولې
د سوریې پوځ د هوايي ځواکونو په ملاتړ د شرقي غوطې نوري سیمې هم نیولې دي. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو پر اساس د دې ځواکونو په پرمختګ سره، دمشق ته څیرمه شرقي غوطه په دوو برخو یعنې شمال او جنوب ویشل شوی. د سره صلیب نړیوالې کمیټې د ویاند په حواله، د نا امنیو له امله په دې سیمه کې اړو کسانو ته د دې سازمان د مرستو رسولو لړۍ یې ځنډولې ده.