د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
د سيمي او نړۍ مهم خبرونه دلته له انځور سره کتلای سئ
د ځوانو جهادیانو څخه خبردراری
د جرمني داخلي استخباراتي سازمان د جهادیانو د اولادو څخه مخ پرډیریدونکئ خطر ویني. ددغه سازمان رییس گیورگ ماسن وویل چي په سوریه او عراق کي د داعش د سیمو تر نيولو وروسته د هغوی د غړو ښځي او کوچنیان له جنگي ساحې څخه بیرته اروپا ته راځي. دغه کوچنیان د اسلامي ایډیالوژۍ تر اغیزي لاندي لویان سوي او اکثره له رواني مشکلاتو سره مخامخ دي. ځیني یې تر یوه حده پوري حتی پخپله په مجرمینو باندی تبدیل سوي دي.
مادرید غواړي له کاتالونيا څخه خودمختاري بیرته واخلي
د هسپانیا مرکزي حکومت غواړي له کاتالونيا څخه خودمختاري بیرته واخلي. په یوه حکومتي اعلامیه کي راغلي دي چي د راتلونکي شنبه په ورځ به د کابینې په یوه فوق العاده جلسه کي د اساسي قانون د ۱۵۵ مادې پراساس له کاتالونيا څخه خودمختاري واخیستل سي. ددې مخکي د کاتالونيا سیمه ایز حکومت د مادرید وروستئ اولتیماتوم په پا کي نیولئ نه و، خو په ښکاره توگه سره یې د خپلواکۍ غوښتلو په باب هم څرگندوني نه وې کړي.
کندهار: په برید کي بیا ډیر کسان وژل سوي دي
طالبانو په کندهار کي لږترلږه ۴۳ عسکره وژلی دي. د دفاع وزارت همدارنگه ویلي دي چي په دغه برید کي لس طالبان هم وژل سوي دي. لکه څنگه چي د کندهار دولایتي شورا یوه وکیل خبر ورکړی دي، طالب جنگیالیو د میوند پوځي پوستې ته هغه وخت ورننوتل، کله چي یې لومړی په دروازه کي یو موټری بم وچاوده. همدا دوې ورځي مخکي د افغانستان په مختلفو برخوکي د طالبانو په حملو کي تر۷۰ اضافه انسانان وژل سوي ول.
ملگري ملتونه: برما روهينگیا مسلمانان نه دي ساتلي
ملگرو ملتونو د برما پر حکومت باندي له روهينگیا مسلمانانو سره د چلند په سبب تورونه لگولي دي. په نیویارک کي ددغه سازمان ځانگړو رپوټ ورکوونکو اعلان کړی دی چي برما دا کار د کارپوهانو پر څو واری خبرداریو سربیره هم سرته نه دی رسولی. دغه رپوټ ورکوونکو پر نړیوالي ټولني باندي هم دهمدې کبله تور لگولی او ویلي یې دي چي هیڅ عمل یې نه دی کړي.
د اروپا محکمه: یانوکوويچ ته سزأ سمه ده
د اروپا محکمې د اوکراين د پخواني جمهوررئيس ويکتور يانوکوويچ او د هغه پر زوی الکساندر باندي د اروپايي ټولني بندیزونه تایید کړل. د يانوکوويچ کورنۍ دعوی کړې وه چي اروپايي ټولني نه باید د هغوی سرمایه کنگل کړې وای. اروپايي ټولني دغه سرمایه ځکه بلاک کړې وه چي په اوکراين کي د يانوکوويچ او زوی پرضد یې د بیت المال له پیسو څخه د ناجایزي استفادې او خارج ته د هغه د انتقالولو په سبب اقامهء دعوی سوې وه.
بایرن مونش سالتیک ته سخته ماته ورکړه
د بایرن مونش د فوټبال ټیم نوي ترینر یوپ هینکیس د سالتیک گلاسکو څخه لوبه په ښکاره ډول سره وگټله. بایرن مونش بازي پرمیدان باندي په ډیرحاکمیت سره پیل او په گروپي مسابقه کي یې سکاتلیینډیانو ته د گول وهلو هیڅ چانس پرې نه ښود. بلاخره لوبه ۳ پر صفر سره د بایرن مونشن په گټه تمامه سوه.