د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
امريکا او روسيه د سوريې په اړه تفاهم ته نژدې شوي
د سوريې له پاره د اوربند په برخه کې د امريکا متحده آيالات او روسيه يو بل ته نژدې شوي دي. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کېري، په ژنيف کې د خپل روسي سيال، سېرګي لاوروف سره د ليدنې وروسته وويل چې «د په مخ کې پرتې لارې په هکله اوس روڼتيا» رامنځ ته شوې ده. کارپوهان بايد له دې وروسته د جزياتو په هکله سره وغږيږي. کېري دا هم وويل چې د تروريستي ډلو پر ضد د اقداماتو په هکله لا توافق نه دی شوی.
په ايټاليا کې د زلزلې قربانيان په دولتي مراسمو خاورو ته سپارل کيږي
په ايټاليا کې د زلزلې د پېښې قربانيان په دولتي مراسمو خاورو ته سپارل کيږي. په دغو مراسمو کې د اسکولي بيچېنو په سيمه کې ولسمشر، سېرجيو ماتارېلا او صدراعظم، ماتېو رېنڅي، هم ګډون کوي. دغه شنبه د ملي ماتم د ورځې په نوم هم اعلان شوې ده. د رسمي ودانيو مخکې به د ۲۸۱ مړو په ياد بيرغونه نيمه ځوړند رپيږي.
طالبانو د افغانستان په ختيځ کې يوه ولسوالي نيولې ده
وسله والو طالبانو د افغانستان په ختيځ کې يوه مهمه ولسوالي نيولې ده. په پکتيا ولايت کې جنګونو لږ تر لږه ۲۰۰ انسانان وژلي دي. د اسلامپالو جنګياليو په پرمختګ سره د پاکستان په خوا غځېلي مهم سړکونه تر ګواښ لاندې دي. د ځايي ادارو په خبره په سلګونو طالبانو په پکتيا کې پر پوستو باندې يرغلونه کړي دي چې پکې څه باندې ۲۰ تنه پوليس او عسکر وژل شوي دی. ويل کيږي چې د طالبانو ۲۰۰ جنګيالي هم وژل شوي دي.
په بوليويا کې کان کيندونکی د مرستيال وزير د وژنې په تور نيول شوی
په بوليويا کې څه باندې ۴۰ تنه کارکيندونکي کارګر د کورنيو چارو د مرستيال وزير تر وژل کېدو وروسته نيول شوي دي. دوه دغه کسان به ښايي د ۵۵ کلن مرستيال وزير، رودولفو ايلانېس د وژلو مسووليت ولري. د بوليويا د دولت مشر، ايفو مورالس د کارګرانو پر اتحاديو تور ولګاوه چې هغوی سياسي توطيه شروع کړې او د اپوزيسيون له خوا استعماليږي.
بنګلادېش پر رستورانت د بريد د طراح د وژنې خبر ورکړی
د بنګلادېش په پلازمېنه ډهکه کې پر يوه رستورانت باندې د اسلامپاله بريد کابو دوې مياشتې وروسته، امنيتي ځواکونو اوس ښايي د بريد طراح وژلی وي. سربېره پر دې د پوليسو په خبره په يوه چاپه کې درې تندلاري هم وژل شوي دي. دغه چاپه د ډهکې په يوې بيرونۍ ناحيې باندې وهل شوې. د جولای مياشتې د بريد ډېري قربانيان خارجيان ول. اسلامپالو پر دغې کافې باندې په بريد کې ځينې کسان يرغمل کړي هم ول.
ښاروالان په فرانسه کې د بورکيني پر بنديز ټينګار کوي
يو شمېر ښاروالانو په فرانسه کې د تر ټولو لوړې محکمې د حکم سربېره په دې ټينګار کوي چې پر بورکيني باندې پخوا لګېدلی بنديز بايد برقراره پاته شي. هغه ځايونه چې د مسلمانو ښځو د لامبو دغه جامې نه غواړي، عبارت دي له نيس او فرېوس د کوت دازور ساحل په اوږدو کې او سيسکو په کورسيکا ټاپو کې. هلته د اګست مياشتې په نيمايي کې د بورکيني لرونکو ښځو د عکسونو په سر آخ و ډبونه هم شوي ول.