د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
خوست: د سېلاب څپې د يو موټر ۷ مسافر ووژل
د افغانستان په خوست ولايت کي د سېلاب د ناڅاپي څپې راتلو له کبله د يو موټر ۷ مسافر وژل سوي دي. ولايت وياند مبارز زدران ويلي چي له وژل سوو څخه پنځه مېرمني او دوه ماشومان دي. زياته سوې چي دغه کسان هغه وخت ووژل سول کله چي موټروان هڅه کوله چي تر سيند تير سي او څپه ورباندي راغله. وياند ويٍلي چي نارينه ؤ هڅه وکړه چي له موټر څخه ښځي او ماشومان وژغوري خو د اوبو څپې موټر واړاوه.
هېرمان: د ولڅبورګ د بريدګر او داعش د اړيکو شواهد نسته
د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يوآخيم هېرمان ويلي چي تر اوسه هيڅ داسي شواهد نه دي تر لاسه سوي، چي د ولڅبورګ د بريدګر او د داعش تر منځ دي اړيکي ثابته کړي. نوموړي زياته کړې چي په سيمه کي هيڅ داسي شواهد نه دي موندل سوي چي د داعش سره دي د بريګر پر اړيکو دلالت وکړي.
د ترکيې د حزب اختلاف ګوند MHP ښايي د اعدام د سزا ملاتړ وکړي
د ترکيې په پارلمان کي د ښې اړخو MHP ګوند دې ته اشاره کړې چي ښايي د اعدام د سزا د بېرته رامنځ ته کولو پلوي وکړي. د ياد ګوند رئيس دولت بهچيلي په انقره کي د پارلماني ډلې په غونډه کي وويل: «که د AKP ګوند دې ته چمتو وي نو موږ هم چمتو يو.»
چين په سويلي چينايي سمندر کي نوي مانورونه پېل کړي
چين په سويلي چينايي سمندر کي نوي نظامي تمرينونه پېل کړي دي. دا په داسي حال کي چي يوه اونۍ تر مخه يوې نړيواله د منځګړيتوب محکمې فيصله کړې وه، چي پر دغه سيمه د چين د ملکيت دعوا حقوقي بنسټ نه لري. چينايي چارواکو ويلي دي چي د هانان ټاپو په ختيځ کي پرته سيمه به د پنجشنبې پوري د ورځي پر وخت د بېړيو د تګ راتګ له پاره بنده وي.
بيا زيات شمېر پناه غوښتونکي له افريقا و ايټاليې ته رسېدلي دي
له افريقا څخه و اېټاليې ته د رسېدونکو پناه غوښتونکو په شمير کي زياتوالی راغلی دی. په دې تړاو د اروپايي پولو څارونکي آژانس فرونټېکس ويلي چي په جون مياشت کي د مخکنۍ مياشتي په پرتله څلورمه برخه زيات مهاجر اېټاليې ته رسيدلي دي. دغه آژانس ويلي چي په جون کي تقريبا ۲۲۵۰۰ پناه غوښتونکي د اېټاليې ساحل ته رسيدلي چي زياتره يې د ناجيريا، ايريتريا او سوډان سره تړاو لري.