د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
پاکستاني طالبانو خپل نوی مشر ټاکلی
پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله وژل کیدل تائيد او نور ولي محسود یې د دغې ډلې نوی مشر ټاکلی دی. د آلمان خبري آژانس د پاکستاني طالبانو د ویاند محمد خراساني په حواله ویلي دي چې مفتي نور ولي د دغه تحریک د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی. ملا فضل الله د جون میاشتې په ۱۳ نیټه د امریکایي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.
د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې له سویډنیانو بخښنه غوښتې
د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې د نړيوال جام په لوبو کې سويډن ته په ۲:۱ ګولونو سره تر ماتې وروسته د خپل حريف په وړاندې د خوشحالۍ د اظهار د ځينو صحنو له کبله بخښنه غوښتې ده. د آلمان د فوټبال ټولنې په تويتر کې اعلان وکړ چې د روزونکو له ډلې څخه ځينې دغه حرکات چې د سويډن د لوبډلې په لور وشول، له ډېرو احساساتو او ولولو سره مل تر سره شول، چې له کبله يې په انفرادي توګه له اړونده کسانو څخه بخښنه غوښتل شوې ده.
د آلمان په وپرتال کې چاودنې ګڼ شمیر کسان ټپیان کړي
د آلمان په وپرتال کې د یوې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان شوي دي. ویل کیږي چې د ټپیانو له ډلې څخه د پنځو تنو وضعیت د اندیښنې وړ دی. د رپوټونو په حواله د تیرې شپې په نیمايي کې د دغې چاودنې علت لا هم روښانه نه دی. پولیسو په دې هکله ویلي چې دا چې د چاودنې دغه پیښه څرنګه رامنځ ته شوې او تر شا یې څه دي، لا روښانه نه دي. د ژغورنې ډلو بیا ویلي چې په دې ودانۍ کې بند پاتې کسان یې ژغورلي دي.
په تریکه کې ولسمشریزو او پارلمانې ټاکنې ادامه لري
په ترکيه کې ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې جريان لري. په دغو ټاکنو سره ښايي د ناندرئيز ولسمشريز نظام پلي کېدل بشپړ شي. ولسمشر به په راتلونکي کې له دې مخې په عين وخت کې د دولت او همداراز د حکومت مشري کوي او ډېر زيات صلاحيتونه به لري. په دې کار سره د صدراعظمۍ چوکۍ له منځه وړل کيږي. د نظرپوښتنو په حواله ولسمشر، رجب طيب اردوغان، مخکښه کانديد بلل کيږي.
په بروکسل کې د مهاجرت د سیاست په هکله د اروپايي ټولنې غونډه
د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل او د اروپايي ټولنې د ۱۵ نورو هېوادونو حکومتي او دولتي مشران نن په بروکسل کې په يوه استثنايي ناسته کې د پناه او کډوالۍ د سياست په هکله سلا مشورې کوي. په دغه غير رسمي کتنه کې به چې د اروپايي کميسيون د مشر، ژن کلود يونکر، له خوا رابلل شوې، هڅه وشي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو دايرېدونکې رسمي سرمشريزې ته لاره هواره شي. رسمي سرمشريزه هم د کډوالو د مسالې په هکله ده.
امریکا له والدینو جلا شوي ماشومانو بیرته ورسپارلي دي
د امريکا په متحده آيالاتو کې څه باندې ۵۲۰ تنه د کډوالو هغه ماشومان له خپلو والدينو سره يو ځای شوي دي چې د «نه زغم» پاليسۍ په چوکاټ کې له خپلو کورنيو څخه بېل کړل شوي و. د می مياشتې د شروع راهيسې امريکايي ادارو د مکسيکو د سرحد په اوږدو کې د غير قانوني کډوالو ماشومان له خپلو والدينو څخه بېل کړي و. ولسمشر، دونالد ترمپ، د چارشنبې په ورځ د يوه فرمان له مخې له دغه کار څخه لاس اخيستی دی.
کوشنر وايي چې د نژدې ختیځ له پاره به ژر د سولې پلان اعلان کړي
امريکا غواړي چې ډېر ژر په نژدې ختيځ کې د سولې له پاره د يوه پلان اعلان وکړي. د امريکا د ولسمشر سلاکار، جارد کوشنر، د «القدس» په نوم فلسطينۍ ورځپاڼې ته وويل چې دغه کار ښايي د فلسطينيانو د ولسمشر، محمود عباس، د ملاتړ پرته هم صورت ونيسي. کوشنر، چې د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، زوم هم دی، وويل دی نه پوهيږي چې آيا ۸۳ کلن عباس به د دې وس ولري يا دې ته آماده وي چې «يو ډيل» ورسره وکړي.