1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ لومړی ماشوم چې د درو کسانو لخوا زېږېدلی

۱۳۹۵ مهر ۷, چهارشنبه

دغه ماشوم د دریګونه جنجالي والدینو د تخنیک له لارې په مکیسکو کښي زېږېدلی دی. په دې تخنیک کښې ډاکټرانو د درو کسانو ډي ان اې یوځای کړي څو ماشوم د مرګوني ناروغیو له گواښه وژغوري.

https://p.dw.com/p/2QgzY
Künstliche Befruchtung
انځور: picture alliance/dpa/R. Hirschberger

د سه شنبې په ورځ سیانسپوهانو تائید کړه چې د نړۍ لومړی ماشوم چې دوې مندي او يو پلار لري روغ رمټ زېږېدلی دی. په دې کړنلاره کښې د درو مختلفو کسانو ډي ان اې یوځای شوي دي.

دغه ماشوم په مکسیکو کښې پنځه میاشتې مخکې يوې اردنۍ مور وزېږاوه. راپورونه وايي چې ماشوم په بشپړه توګه روغ رمټ دی.

د نیويارک ښار د یوه روغتیايي مرکز ډاکټر جان ژانګ، او د هغه ډلې دغه نوې کړنلاره په مکسیکو کښې پلي کړې ده. هغه په دې اړه ويلي دي، په دې هکله ځانګړي قوانین شتون نه لري.

ډېرو بهرنیو روغتیايي کارپوهانو د دې نوې کړنلارې هرکلی کړی دی. که څه هم ځینو کارپوهانو د دې تخنیک پر بیلابیلو اړخونو اندیښنه څرګنده کړې ده، ځکه د دې میتود زیاتره برخې تراوسه هم پیچلي دي.

ژانګ New Scientist ویبپاڼې ته ویلي دي چې د دې کار اصلي موخه د ژوند ژغورنه ده او دا کار په اخلاقي توګه ښه کار دی او اوس ماشوم روغ رمټ دی.

د ماشوم مور یو ډول خطرناکه ناروغي لري. دغه ناروغي د هغې دوو نورو ماشومانو ته هم انتقال شوې چې له زیږیدو وروسته مړه شول. د دغې مور څلور نور ماشومان له زیږیدنې مخکې د هغې په بطن کښې ضایع شوي ول. د هغې ماشومانو ته د دغې ناروغی د لیږد د مخنیوي په موخه، ژانګ د هغې ډي ان اې واخیستل او د یو دریم کس له خوا ورکړل شوي تخمو سره یې یوځای کړل.

د New Scientist ویبپاڼې په حواله د ماشوم د مور له هگيو څخه ناروغه حجرې لیرې او د یوې بلې ښځي له خوا د ورکړل شوو هګیو سره یې يوځای کړې. تر دې وروسته د ماشوم د پلار سپرم له دې نوو جوړو شویو هګیو سره یوځای شوي او په دې کار سره روغي هگۍ او روغ سپرم رامنځ ته شوي دي.

ژانګ او د هغه ډلې وویل چې دوی د ماشوم روغتیايي حالت څیړلی دی او تر یو سلني لږ د مور ناروغي ورته انتقال شوې، چې دا ستر توپیر دی.

رپوټ همدا راز وایي: «موږ هیله مند یو چې دغه یو سلنه ناروغي د هر ډول ستونزو راپیدا کولو له پاره ډیر لږ دي. په عمومي توګه که چیري دغه شمیر ۱۸ سلنه واي، نو ستونزې به یې رامنځته کړي واي.»

له درې کسانو څخه د ماشوم زیږیدني تخنیک د ۱۹۹۰م کلونو په لومړیو کښې پیل شو. که څه هم په هغه وخت کښې ځيني ماشومان له ذهني ناروغیو سره لاس او ګریوان شول او په دې سره پر دغې کړنلارې بندیز ولگېد.

نور مطالب