د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په زارلند کې تر پارلماني ټاکنو نيم کال مخکې آيالتي ټاکني روانې دي
د آلمان په زارلند آيالت کې ټاکنې پيل شوې دي. د آلمان له پارلماني ټاکنو نيم کال مخکې اوس تقريبا ۸۰۰ زره زارلنديان د خپل سيمه يز پارلمان په هکله رايې اچوي. په زاربروکن ښار کې د ۲۰۱۲ کال راپه دې خوا حاکم، تور سور ائيتلاف، د صدراعظمې، انېګرېت کرامپ کارنباور په مشرۍ په قدرت کې دی. د نظرپوښتنو له مخې ممکنه ده چې دغه ائيتلاف خپل کار ته دوام ورکړي، خو کېدای شي چې يو سور سور حکومتي ائيتلاف هم رامنځ ته شي.
د پکينګ د خوښې کانديده د هانګ کانګ حکومتي مشره جوړه شوه
په هانګ کانګ کې د مظاهرو سربېره يوې پکينګ پلوې انتخاباتي کميټې د اداري چارو اوسنۍ مشره، کاري لام، د خاصې ادارې لرونکې سيمې، هانګ کانګ، حکومتي مشره ټاکلې ده. د پکينګ د خوښې دغې کانديدې، د څه باندې شپږ سوو رايو په تر لاسه کولو سره د انتظار سره سم اړين اکثريت خپل کړی دی. دغه خبر دولتي خبري اژانس، شينهوا ورکوي. په هانګ کانګ کې د رايه اچونې پر مهال احتجاجونه وشول.
په سلګونو زره يمنيانو د سعودي عربستان د مداخلې په وړاندې مظاهره وکړه
د يمن په پلازمېنه، صنعا، کې په سلګونو زرو انسانانو د سعودي عربستان په مشرۍ د بهرنۍ پوځي مداخلې پر ضد مظاهره کړې ده. د «تېري په وړاندې د مقاومت» تر شعار لاندې ګډونوال د صنعا په مرکز کې سره راټول شول، د سعودي عربستان پر ضد يې شعارونه ورکړل او «تر پايه پورې» د مبارزې ژمنه يې وکړه. دغه احتجاجي غونډه د هوايي بريدونو د پيليدو د دويمې کليزې په پلمه په لاره واچول شوه.
ايران د ۱۵ امريکايي شرکتونو په وړاندې د بنديزونو اعلان وکړ
ايران اعلان کړی دی چې د ۱۵ امريکايي شرکتونو په وړاندې چې له اسرائيل څخه ملاتړ کوي، به بنديزونه پلي کړي. دغه خبر دولتي خبري اژانس ايرنا ورکوي. دغه پرېکړه سيمبوليکه بڼه لري ځکه چې ياد شرکتونه له ايران سره هيڅ نوع تجارتي ارتباطات نه لري. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د امريکا متحده آيالاتو اعلان کړی و چې د يو شمېر بهرنيو شرکتونو په وړاندې به بنديزونه وضع کړي.
د آلمان آيالتي پوليسو لا پخوا د عامري له کړنو څخه خبرداری ورکړی وو
د آلمان د نوردراين وېستفالن آيالت جنايي ادارې په دوسلدورف ښار کې مېشت د داخلې وزارت څانګې ته د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې د برلين د کريسمس بازار د بريدکوونکي، انيس عامري، په هکله خبرداری ورکړی وو. د آيالتي جنايي ادارې په يوه محرم ليک کې راغلي دي چې د اوسنيو معلوماتو پر بنسټ ښايي دغه تونسی د يوه بريد د پلانولو نيت ولري. دغه خبر د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼه ورکوي.
په بلغاريا کې پارلماني ټاکنې پيل شوې دي
په بلغاريا کې تر وخت مخکې پارلماني انتخابات پيل شوي دي، چې د ۲۰۱۳ کال راپه دې خوا دريم ځل دی. پر تقريبا ۶،۸ ميليونو رايه ورکوونکو باندې غږ شوی دی چې د پارلمان ۲۴۰ غړي وټاکي. د دواړو لويو ګوندونو تر منځ د جوختې سيالۍ اټکل کيږي. يعنې د حکومتي ګوند، جي اي ار بي، او د سوسياليستانو يعنې پخواني کمونيستي ګوند تر منځه. دواړه ګوندونه ښايي د نظرپوښتنو له مخې ۳۰ سلنه رايې خپلې کړي.