د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د پاريس په اورلي هوايي ډګر کې له ډزو وروسته پلټنې پيل شوې
په پاريس کې د تروريزم ضد څارنوالۍ د اورلي په هوايي ډګر کې له تاوتريخوالي ډکې يوې پېښې وروسته پلټنې پيل کړې دي. هلته د شنبې په سهار يو سړی د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوی وو، وروسته له هغه چې يې هڅه کړې وه چې له يوې عسکرې څخه وسله واخلي. هوايي ډکر خالي کړای او د يو څه مدت له پاره د هوايي ترافيک پر مخ وتړل شو. تقريبا يو نيم ساعت تر دې مخکې عين عامل پر پوليسو ډزې کړې وې چې يو پوليس يې ژوبل کړ.
د مېرکل او ترمپ د ليدنې پر نتايجو انتقاد
د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل او د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، له لومړۍ ليدنې وروسته د آلمان د صنعت د فدرالي ټولنې مشر انتقادي څرګندونې کړې دي. ديتر کېمپف، وويل چې دی د متحده آيالاتو د حکومت له خوا جوختې اقتصادي همکارۍ ته يوه څرګنده ژمنه نه ويني. کېمپف د آلمان خبري اژانس ته وويل چې دې ته نه يوازې د اتلانتيک دواړو خواو ته انتظار ايستل شوی، بلکې نړيواله ټولنه ورته سترګې په لار ده.
ګابريل د ترکيې په برخه کې د مېرکل له موقفه اوښتی
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، زيګمار ګابريل، په نژدې راتلونکې کې له اروپايي ټولنې سره د ترکيې يو ځای کېدل غير احتمالي بولي. د سوسيال دموکرات ګوند دغه سياستوال د «دېر شپيګل» خبري مجلې ته ويلي دي چې انقره نن د هر بل وخت په پرتله ورڅخه ډېره لېرې شوې ده. دا يې هم وويل چې تل يې شکونه لرلي دي او د صدراعظمې، انګلا مېرکل له خوا د امتيازلرونکې همکارۍ کانسپټ يې تل غلط بللی دی.
امريکا: د ټرمپ ټاور څخه کمپيوټرونه غلا شوي
د امريکا په متحده آيالاتو کې د دونالد ترمپ په شاوخوا کې يوه بله امنيتي ستونزه د هيجانۍ سبب ګرځېدلې ده. د ولسمشر د امنيت د ساتلو له پاره موظف د سېکريت سرويس يا پټې ادارې څخه يو لاپټاپ کمپيوټر غلا شوی دی. دغه سرويس څرګنده کړې ده چې يو کارکوونکی يې د يو «مجرمانه عمل» قرباني ګرځېدلی دی. د رسنيو د راپورونو له مخې په غلا شوي کمپيوټر کې پلانونو او د خالي کولو د ماموريتونو معلوماتو شتون درلود.
سپينې ماڼۍ د سفر بنديز د ځنډېدو په وړاندې استناف طلبي کړې
سپينې ماڼۍ د يوې محکمې له خوا د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، د سفر د بنديز د فرمان په وړاندې د بيا ځلي ځنډ په وړاندې استناف طلبي کړې ده. دغه خبره په ماريلند آيالت کې د يوې محکمې له دوسيو څخه څرګنديږي. ترمپ د لومړۍ ناکامۍ وروسته له يو شمېر مسلمانو هېوادونو څخه د سفر د لومړني بنديز وروسته يو بل لږ څه نرم فرمان صادر کړی وو. په هغه کې عراقيان او ويزه لرونکي، مستثنا دي.
د اسرائيل په اړه د يوه راپور په سر د م.م. يوې کارکوونکې استعفا کړې ده
له فلسطينيانو سره د اسرائيلو د چلن په اړه د يوه راپور په سر د لانجې له کبله د ملګرو ملتونو يوې لوړپوړې کارکوونکې استعفا ورکړې ده. اردنۍ، ريما خلف، څرګنده کړه چې عمومي منشي، انتونيو ګوتېرش، ورڅخه غوښتنه کړې ده چې خپل راپور دې بېرته واخلي او په دې يې ټينګار هم کړی دی. خلف د لويديځې آسيا له پاره د ملګرو ملتونو د اجرائيوي سېکرټرې په صفت د اجتماعي شورا له پاره کار کاوه.
راپور: د آلمان جنايي اداره په ليکونو کې د پټو بمونو څخه خبرداری ورکوي
ويل کيږي چې د آلمان حکومت ته د يوه پټ راپور په اساس د آلمان د جنايي چارو د فدرالي ادارې له خوا د «افراطي کيڼ اړخو» او «کيڼو تروريستي» يوناني ډلو په هکله خبرداری ورکړل شوی دی. د «بيلد» ورځپاڼه ليکي چې آلماني امنيتي ادارو اندېښنه ښايي لرلې وي چې په يونان کې «حاکمه نظريه چې آلمان د خراب اقتصادي وضعيت له پاره مسووليت» لري، به د دې باعث وګرځي چې د آلماني تاسيساتو پر ضد د تاوتريخوالي ډکې پېښې تر سره شي.