د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په بغداد کې د موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۱۱ وژلي دي
په بغداد کې د موټر بم چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۱ انسانان وژل شوي دي. د عراقي امنيتي ځواکونو د څرګندونو په حواله په لسګونو نور کسان ټپيان شوي هم دي. په دې ترڅ کې د «اسلامي دولت» په نوم تروريستي ډلې د بريد مسووليت منلی دی. دغه بريد يوه ځانمرګي بريدګر د يکشنبې په سهار د عراق د پلازمېنې د مېوو او ترکاريو په لوی بازار کې تر سره کړ. دغه بازار د بغداد په شمال ختيځ کې د صدر سيټي په ناحيه کې پروت دی.
په سعودي عربستان کې دوه مشکوک ترهګر په ډزو وژل شوي
د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د يوې چاپې په ترڅ کې دوه مشکوک تروريستان په ډزو وژل شوي دي. د کورنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې دواړه دغه کسان په دې تورن وو چې له تروريستي «اسلامي دولت» نومې ډلې سره يې تماس لرلی دی او غوښتل يې چې بمونه جوړ کړي. کورنيو چارو د وزارت په حواله هغوی ډزې شروع کړې کله چې پوليسو ورته امر وکړ چې ځانونه تسليم کړي. پوليسو په دې پسې دواړه کسان په ډزو ووژل.
د فورت لاودردېل بريدګر ښايي د اعدام سزا وويني
د امريکا په متحده آيالاتو کې پر فورت لاودردېل هوايي ډګر باندې د بريد عامل ښايي د اعدام سزا وويني. د مايمي څارنوالۍ د دغه ۲۶ کلن سړي په وړاندې جزايي پلټنې شروع کړې دي. پر دغه پخواني عسکر باندې د تشدد د يوه عمل د تر سره کولو تور پورې شوی دی چې په پايله کې يې پنځه انسانان هم وژل شوي دي. د عراق د جګړې پخواني برخه وال عسکر د جمعې په ورځ د فلوريدا د فورت لاودردېل په هوايي ډګر کې ډزې شروع کړې وې.
د آلمان په ځينو برخو کې واورې او يخک ترافيکې حادثې رامنځ ته کړې
د واورې اورښت او يخک د آلمان په ځينو برخو کې د سړکونو په سر د ښوېدنو سبب وګرځېد. په تېره بيا د نوردراين وېستفالن او نيدرزاسن آيالتونه خورا اغېزمن شوي ول. د هانوور ښار ته څېرمه د شنبې په ماښام يو موټر چلونکی مړ شو کله چې يې موټر له سړکه وښوېد او له يوې ونې سره برابر شو. د ۴۶ مې لويې لارۍ په سر د خطرناک يخک له کبله ډېرو موټرو په يو وار ټکر وکړ چې شپږ انسانان پکې د ماشومانو په شمول ژوبل شول.
راپور: په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې ۹۰۰ قاچاقبران نيول شوي
په تېر ۲۰۱۶م کال کې ۹۰۰ شکمن قاچاقبران نيول شوي دي. دغه خبره د آلمان د کورنيو چارو د وزارت له ارقامو څخه څرګنديږي چې د «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼې په اختيار کې دي. اکثره شکمن کسان د دغو شمېرو له مخې له سوريې، پولنډ، آلمان، عراق او روسيې څخه راځي. په دې ترتيب د نيونو شمېره ډېره راکمه شوې ده. په ۲۰۱۵ کال کې لا د آلمان فدرالي پوليسو څه باندې ۳۳۰۰ شکمن قاچاقبران نيولي ول.
له بلوا وروسته د عاج په ساحل کې لا وضع ترينګلې ده
د عاج په ساحل کې د عسکرو له خوا د بلوا تر شروع کېدلو دوه ورځې وروسته هم وضع ډېره ترينګلې ده. سره له دې چې ولسمشر، الاسانه واتارا، د معاش په سر شخړه کې د جوړ جاړي اعلان کړی دی، خو عسکرو د شنبې په ماښام د لويديځې افريقا د دغه هېواد د دفاع وزير يرغمل کړی وو. وزير دوه ساعته وروسته آزاد شو. خو دا چې آيا بلواګر عسکر به خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي، که نه، لا څرګنده نه ده.