د نړۍ لنډ خبرونه له انځورونو سره
حماس پر عربو د اسرائيل پر ضد د پاڅون ږغ وکړ
حماس پر عربو د اسرائیل ضد پاڅون يا انتفاضا ږغ کړی دی. دا د هغه وروسته چي د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ يوه ورځ تر مخه بيت المقدس يا يروشلم د اسرائيل د پلازمېني په توګه په رسميت وپېژندی. د حماس مشر اسمعيل هنيه په غزه کي وويل چي د ټرمپ دغه اقدام د فلسطينيانو پر ضد د جګړې د اعلان» په څېر دی. هنيه زياته کړه چي د جمعې په ورځ بايد د «بيت المقدس د آزادۍ له پاره انتفاضه» پيل سي.
د م.م. د امنيت شورا به د ټرمپ د فيصلې په تړاو غونډه وکړي
د ملګرو متلونو د امنيت شورا د جمعې د ورځي لپاره يوه عاجله غونډه رابللې ده چي د ډونلډ ټرمپ د وروستۍ اعلان په تړاو خبري وکړي. د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر د چهارشنبې د ورځي په خپل دغه اعلان کي د بيت المقدس يا يروشلم ښار د اسرائيل د پلازمېني په توګه په رسميت وپېژندی.
ټرمپ له سعودي غوښتي چي په «سمدلاسه توګه» يمن ته مرستې پرېږدي
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل ملګري هيواد سعودي عربستان څخه غوښتي دي چي په «سمدلاسه توګه» و يمن ته بشري مرستي پرېږدي. ټرمپ له سعودي مشرتابه څخه هيله کړې چي اجازه ورکړي چي و جنګ ځپلي هيواد يمن ته خوراکي توکي، د سون توکي، اوبه او درمل يووړل سي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس ۷ مليونه يمنيان و عاجلو مرستو ته اړتيا لري.
قطر د فرانسې سره څو ملياردي تجهيزاتي تړون لاسليک کړ
د قطر هیواد چي د يو شمېر ګاونډي هيوادونو له خوا منزوي سوی، د فرانسې د هيواد سره يې د څو ملياردو ډالرو په ارزښت يو تجهيزاتي تړون لاسليک کړ. و پلازمېني دوحه ته د فرانسوي ولسمشر ايمانويل ماکرون د سفر په ترڅ کي د داسالت شرکت د دولسو رافال جنګي الوتکو او د د نېکسټر شرکت د ۹۴۰ زغره لرونکو موټرو د رانيولو پر تړون لاسليکونه وسول. قطر ژمنه کړې چي ۳۶ نوري رافال الوتکي به هم رانيسي.
آلمان رد سوي پاکستاني او افغان مهاجر اخراج کړل
د آلمان چارواکو رد سوي افغان او پاکستاني پناه غوښتونکي بېرته خپلو هيوادونو ته اخراج کړل. د چارواکو په وينا په دې ترڅ کي له برلين څخه په يوه مسافر وړونکې الوتکه کي ۲۸ نارينه اسلام آباد ته لېږدول سوي دي. د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا يې په روان کي کال کي ۱۴۹ پاکستانيان اخراج کړي چي د تېر کال به پرتله دوه چنده زيات دي.