د نړۍ لنډ او مهم خبرونه له انځورونو سره
حوثي یاغیانو د یمن د پخواني ولسمشر د وژنې خبر ورکړی
نن د دوشنبې په ورځ په یمن کې حوثي یاغي ډلې ادعا کړې ده چې د دې هیواد پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح یې وژلی دی. د یمن دغه پخواني ولسمشر درې لسیزي حکومت کړی وو او د حوثي یاغیانو پر وړاندې یې ګڼ شمیر جګړې کړې وې. د رپوټونو په حواله نن د ورځې په پیل کې حوثي یاغیانو د صالح په کور برید کړی او د هغه کور ته یې چاودنه ورکړې. په ټولنیزو رسنیو کې نا تائید شوي انځورنه د علي عبدالله صالح مړی ښيي.
ولسي جرګې نوماند وزیرانو ته رایې کارولي
ولسي جرګې د افغانستان د کابینې نوماند وزیرانو ته رایې وکارولې. د معدنونو او پترولیم وزارت له پاره نوماندې وزیرې د پارلمان د اعتماد رایه ترلاسه نکړه. د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو ، د کار او ټولنیزو چارو، ټرانسپورټ، سرحدونو او قبایلو، لوړو زدکړو، کرنې، د کلیو پراختیا، مخابرات او ټکنالوجي، اقتصاد او د فواید عامې وزارتونه به د تازه نومول شوو وزیرانو لخوا اداره کیږي.
د امریکا دفاع وزیر پاکستان ته رسیدلی
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس د دوشنبې په ورځ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته رسیدلی او ټاکل شوې چې هغه به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه سره هم ملاقاتونه ولري. متیس ویلي چې دا ځل غواړي پر پاکستان د فشار راوړلو پر ځای له پاکستانیانو واوري. امریکا له پاکستانه غوښتي چې له ترهګرۍ سره جدي مبارزه وکړي.
ایران د چابهار ترانزیتي بندر یوه برخه پرانیستله
دغه هیواد غواړي چې د چابهار مهمه ترانزیتي لار د ګاونډي افغانستان او د منځني آسیا د نورو هیوادونو له پاره جوړه کړي. په داسې حال کې چې د پاکستان د ګوادر بندر د چابهار په څنګ کې پروت دی، د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ د چابهار بندر یوه برخه پرانیستله. هغه همدا راز د یاد بندر د پراختیا له پاره د یو میلیارد ډالرو د پانګونې خبر هم ورکړ.
سعودي له امریکايي شرکتونو غوښتي چې په ملکي اټومي پروګرام کې برخه واخلي
د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفالح د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې د امریکا له متحده ایالاتو غوښتي چې د دې هیواد د ملکي اټومي پروګرام په انکشاف کې له دوی سره برخه واخلي او زیاته کړې یې ده چې په هیڅ ډول علاقه نه لري چې له دې اټومي پروګرام څخه پوځي ګټه پورته کړي.
آلماني پیلوټانو د افغانانو د اخراج پر ضد احتجاج کړی
نن د دوشنبې په ورځ په آلمان کې ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې په دې هیواد کې ګڼ شمیر پیلوتانو افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرینو له انتقال څخه ډډه کړې. آلمان حکومت غواړي د دسمبر مياشتې په پیل کې بيا يوه ډله افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړي. په پام کې ده دغه پرواز د دسمبر مياشتې پر ۶مه نيټه له «فرانکفورت هوايي ډگر» څخه ترسره شي.