د نړۍ تر ټولو ښکلې نجلۍ يوه فرانسوۍ سوه
اريس ميتنر په ۲۰۱۷م کال کي د نړۍ ښکلې نجلۍ انتخاب سوه. دغه فرانسوۍ نجلۍ چي د غاښو د ډاکټرۍ په برخه کي زده کړي کوي د نړۍ د ۸۵ ښايستو نجونو په سياليو کي غوره سوه. انځورونه ئې دلته وگورئ:
اريس ميتنر ۲۴ کلنه فرانسوۍ نجلۍ ده چي سږکال په نړۍ کي د ښايستو نجوني په سياليو کي ئې «د نړۍ د ښکلي نجلۍ» لقب او تاج ترلاسه کړ.
د نړۍ د ښايستې نجلۍ سيالي د ۸۵هيوادونو د استازو ترمنځ د فيليپين په پلازمېنه مانيلا کي جوړه سوې وه.
اريس ميتنر د ښايستې نجلۍ د ۶۵ دورې سيالۍ وگټله. دغه سيالۍ له ۱۸کلنۍ تر ۲۷کلنۍ پوري پېغلانو ترمنځ جوړيږي او پر ښايست سربيره د نجلۍ نور کړه وړه هم په پام کي نيول کیږي.
په دغو سياليو کي د نړۍ د ۸۵ هيوادونو استازو گډون لاره. له کيڼ اړخه د هند ښکلې نجلۍ روشميتا هاريمورتي، د امریکا ښکلۍ نجلۍ دشونا باربر، د کوستاريکا ښايسته نجلۍ کارولينا رودريگز، د اتريش ښکلې نجلۍ کاريس تيول، د کاناډا ښکلۍ نجلۍ سيرا بارچل او د آروبا ښايسته نجلۍ شارلين لزلي هم شاملي وي.
د فرانسې، کلمبيا او هائيتي ښکلي نجوني د سيالیو وروستۍ برخي ته ورسېدې.
د کيڼ اړخه نهايتا راکوئل پليزير او اريس ميتنر د سيالیو په وروستۍ برخه کي.
دغه سيالۍ په نړۍ کي د ښکلا په برخه کي له هغو درو مهمو څخه يوه ده چي ترسره کيږي. (د نړۍ ښکلې پېغله، د مځکي ښکلې پېغله او د ملتونو ترمنځ ښکلې پېغله)
په ۲۰۱۵م کال کي د نړۍ د ښکلي نجلۍ د سيالۍ پرمهال يوه تيروتنه وسوه چي د لنډ وخت له پاره کلمبيايي نجلۍ آدريانا گوتيرز ښکلې نجلۍ انتخاب سوه خو وروسته بيرته تاج ترې واخيستل سو.
د سياليو هيئت لږ وروسته د خپلي خطا اعلان وکړ او يوه بله نجلۍ يې د نړۍ ښکلې معرفي کړه.
تر هغه وروسته يوه فيليپين هډه آلمانۍ چي د فيليپين په استازيتوب ئې گډون کړی وو، د نړۍ ښکلې نجلۍ اعلان سوه.