د نړۍ تر ټولو ښه ښوونکې غوره شوه
په۲۰ زرو کانديدانو کې کاناډايي ښوونکې «مګي مک دانل» چې په قطبي سيمو کې تدريس کوي، د نړۍ د ښه ښوونکي يو ميليون ډالري جایزه وګټله.
مګي مک دانل چې په قطبي سيمو کې درس ورکوي، د نړۍ د ښې ښوونکې په توګه وټاکل شوه. ژوري هئيت دا د ۱۷۹ هيوادونو له ۲۰ زرو کانديدانو څخه انتخاب کړه. د مګي مک دانل پروژې د «اينونت» د بومي وګړو د هستوګنې په سيمو کې د ښوونځي د شاګردانو د ژوند وضعيت په ښه کولو کې مرسته کوي. له دې پروژو څخه يوه د ښوونځي ماشومانو ته د ډوډۍ برابرولو له پاره د ۲۰ زرو ډالرو بسپنه راټولول دي.
مګي مک دانل تر زده کړو وروسته د پنځه کالو له پاره افريقا ته ولاړه څو هلته د ايډز پر وړاندي مبارزه کې همکاري وکړي. بيا بيرته کاناډا ته ستنه شوه او له شپږو کالو راهيسي هلته په ليرو پرتو او قطبي سيمو کې خدمت کوي. په دې سيمو کې ډېر لږ ښوونکي کار ته حاضريږي. الکول، ځان وژنه، مخدره مواد او د نجونو په کم عمر کې ميندواره کيدل د «اينويت» د بومي قوم ځوان نسل ته متوجه ستونزي دي.
له آلمان څخه ماري ـ کرسټين قنبري جهرمي، په خټه ايرانۍ معلمه ده چې د وروستي پړاو په لومړيو لسو کسانو کې شامله وه. نوموړې د مونستر ښار په «ګشر» ښوونځي کې د آلماني ژبې، رياضي او ورزش معلمه ده. ماري ـ کرسټين يوازې ښوونکې نه ده، بلکې په مونستر پوهنتون کې څيړنې کوي او درس هم ورکوي.
دا دريم کال دی چې د نړۍ تر ټولو ښه ښوونکي انتخابيږي او هغه ته د يو ميليون ډالرو جایزه ورکول کيږي. په ۲۰۱۶م کال کې د کاتوليکي کليساو مشر پاپ فرانسسکوس، د يوه ويډيويي پيغام له لارې د ګټونکي نوم اعلان کړ او هغه ته یې مبارکي وويله.
حنان حروب چې د بيت الحلم د فسلطيني مهاجرو په يوه کمپ کې ستره شوې، د اردن سيند په لويديځې غاړې کې رام الله ته په نزدې پرتو ښوونځيو کې درس ورکوي. نوموړې په ۲۰۱۶م کال کې د نړۍ د ښې ښوونکې په توګه انتخاب شوه او د يو ميليون ډالرو جایزه یې وگټله.
د يو ميليون ډالرو دا جایزه د قسط په توګه ورکول کيږي او ګټونکی یې مکلف دی چې نور پنځه کاله د ښوونکي خپله دنده پر مخ یوسي. حنا حروب وايي چې د دې پيسو يوه برخه به له فلسطيني شاګردانو سره په مرسته مصرف کړي.
د نړۍ مشهور شخصيتونه د دې جایزې ملاتړ کوي. حنان حروب ته د جایزې د ورکړې په مراسمو کې د هاليوډ مشهورې ممثلې سلمي هايک، او د باليوډ سينما ستوري اکشې کمار ګډون کړې وو. ستون هاوګينک د «وارکي موسسې» د نړۍ معلمانو ته د جايزو د ورکړې په مراسمو کې وويل: «هر څه د رياضي له ښوونکي سره تر آشنا کيدو وروسته پيل شول. تر نورو ماشومانو ډير مې د موسيقۍ، تاريخ او نورو علومو سره مينه پيدا کړه.»
حنان حروب چې رام الله ته څيرمه په البيره ښوونځي کې د دويم ټولګي ښوونکې ده، په غیر عادي شرايطو کې تدريس کوي. فلسطيني ښوونکي د خپلو شاګردانو له خوا د چلن له مشکلاتو سره مخ کيږي په ځانګړي توګه کله چې دغو ماشومانو زور زياتی ليدلی وي.
حنان حروب، د تدريس د ميتودونو په اړه کتاب ليکلی دی. وارکي بنياد د حروب د انتخاب په دليل کې وويل: «د حروب کړنلاره په ښوونځيو کې د تاوتريخوالي پر کمولو راګرځي.» (انځور: د پاپ فرانسسکوس سره د حنان حروب ليدنه)
په ۲۰۱۵م کال کې په لومړي ځال د نړۍ د ښه ښوونکي جایزه نينسي آتول ته ورکړل شوه. په دغه مراسمو کې د امريکا پخواني ولسمشر بل کلنتن، د برېتانيا پخواني لومړي وزیر توني بلیر او د دوبۍ واکمن محمد بن راشد المخدوم ګډون کړې وو.
نينسي آتول د انګلسي ژنې تدريس کوي. له دوو څخه یې د لومړي کتاب «په منځ کې» ۵۰۰ نسخې پلورل شوي دي. دې په ۱۹۹۰م کال کې د بې وزلو ماشومانو له پاره د زده کړو مرکز جوړ کړ چې ۹۸ سلنه فارغانو یې پوهنتونو ته لار پيدا کړې ده. آتول خپله جایزه دې مرکز ته ډالۍ کړه.
په هغو لسو لومړيو کسانو کې چې په ۲۰۱۵م کال کې د ۱۴۸ هيوادونو له ۸ زره کانديدانو څخه وروستي پړاو ته لار موندلې وه، عزیزالله رویش هم شامل وو. دا افغان ښوونکی په کابل کې د زده کړو د يوه مرکز بنسټ ايښوونکی دی.
مونک ناياکا چې د ميانمار د مندلای ښار يو ۶۹ کلن راهب او ښوونکی دی، د ۱۴۸ هيوادونو د ۸ زره کانديدانو له منځه یې ۵۰ مقام خپل کړې وو.
وارکي بنسټ چې مقر یې په لندن کې دی، د نړۍ د تر ټولو ښه ښوونکي د جایزې توصيع کونکی دی. دا جایزه چې د نوبل جایزې سره پرتله کيږي هغو ښوونکو ته ورکول کيږي چې شاګردانو ته الهام ورکونکي وي او پر ټولنه اغيز کړې وي. د دې جایزې په منصفه هئيت کې د نړۍ د ۲۰ هيوادونو د زده کړي د برخي ۶۸ کارپوهان، د ښوونځيو مديران، ژورناليستان، د شرکتونو مشران او پوهان شامل وي.
وارکي بنسټ د يوه هندي ميلياردر سوداګر ساني وارکي، له خوا چې په دوبۍ کې ژوند کوي، تاسيس شوی. نوموړی د يونيسف د ښوونې او روزنې سفير هم دی. د هغه شرکت د نړۍ په۱۰هيوادونو کې د شخصي ښوونځيو تر۱۳۰زياتې شبکې لري.