د نړۍ تر ټولو خطرناک بانکونه
د مالي سستمونو څارونکي هيئت د نړۍ د سترو او خطرناکو بانکونو نوملړ خپور کړی دی. خطرناک په دې معنا چې د دې بانکونو ډيوالي کيدل د يوه دولت پر اقتصادي وضعيت ډير ناوړه اغيز لرلای شي.
JP مورگن
د مالي ثبات د هیئت په حواله د امريکا «J.P.Morgan» بانک د نړۍ د مالي سستمونو د ثبات له پاره ډير اهميت لري او په عين حال کې يو خطرناک بانک دی. د هغو۳۰ تر ټولو مهمو بانکونو په نوملړ کې چې دولتونه یې په هيڅ صورت کې ډيوالي کيدو ته نه پرېږدي، دا يوازنی بانک دی چې په سر کې يې ځای لري. د امريکا دا تر ټولو ستر بانک د يوه «نورمال بانک» په پرتله ۲،۵ سلنه زياته سرمايه بايد ولري.
سټي گروپ
په دغه نوملړ کې امريکايي سټي بانک هغه مهم انستيتويت دی چې په دويمه گټگوري کې یې ځای نيولی دی. په دې گټگورۍ کې ځای پر ځای شوي بانکونه د نورو په برتله دوه سلنه زياته سرمایه بايد ولري.
دويچه بانک (د آلمان بانک)
دويچه بانک، د بينک آف امريکا او HSBC بانک سره په يوه گټگورۍ کې دی. د مالي ثبات هيئت يوازي د بانکونو ستروالی نه ارزوي، بلکې هغه خطر هم ارزوي چې د دوی په سستمونو کې موجو دی او دا هم چې دغه بانکونو څه رنگه له مالي سستمونو سره پيچل شوي دي. ځکه دا ددې له پاره پريکړنده ده چې د يوه بانک ناوړه وضعيت د ټولي مالي څانگې او پر دې سربيره د نورو څانگو له پاره کومې پايلي لري.
BNP پاريباس
د فرانسې BNP پاريباس بانک له دويمي گټگورۍ څخه دريمې ته راکښته کړل شوی دی. د نړۍ د تر ټولو مهمو بانکونو نوملړ چې «G-SIB» یې مخفف دی، په کال کې يو ځل تازه کيږي.
آي سي بي سي
په دريمه گټگورۍ کې دوه نور چينايي بانکونه اضافه شوي چې په دې توگه د چينايي بانکونو شمير درو ته لوړ شوی. د ICBC ترڅنگ د بانک آف چاينا او چينايي ودانيز بانک هم په دې گټگورې کې دي. دا بانکونه خو له پخوا ستر ول، خو اوس له نړيوال مالي سستمونو سره اوبدل شوي دي.
کريدت سويس (Credit Suisse)
په دې وروستيو کې «کريدت سويس بانک» هم د نړيوالو مالي سستمونو له پاره يو څه مهم شوی دی. دغه بانک د کمې سرمايې لرونکو بانکونو په گټگورۍ کې درجه بندي شوی. کريدت سويس په دې توگه د يوه نورمال بانک په پرتله يو فيصد زياته سرمايه بايد ولري.
يو بي ايس
د کريدت سويس سيال بانک يو بي ايس هم په همدې گټگورۍ کې شامل کړل شوی دی. د «G-SIB» په نوملړ کې د رويال بينک آف کاناډا نوم ور اضافه شوی او د فرانسې د بانکونو گروپ «پي بي سي اي» ترې ايستل شوی دی.