د نيول سويو پوليسو د راخوشي کيدو هلي ځلي رواني دي
۱۳۹۰ فروردین ۸, دوشنبهد کونړ د ولايتي شورا ريس وايي چي لسګونه قومي مشران په سيمه کي له وسلوالو مخالفينو سره په دې اړه خبري پيل کړي دي او تراوسه مخالفينو پنځه هغه موټر، چې تښتول سوي پکښي سپاره ول، خوشې کړي دي.
وسلوالو مخالفينو له دولت څخه د تښتول شويو په بدل کې د خپلو ١٢ هغو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کړې، چې له دولت سره بنديان دي.
د نورستان امنيه قوماندان جنرال زاهيد نورستاني وايي، چي تښتول سوي کسان پوليس وو او د ولايت مرکز ته د معاش اخيستو په موخه تللي وو.
د هغه په وينا، د وايګل خلک لومړى د کونړ د چپي درې او ماڼوګي ولسواليو له لارې د ولايت مرکز پارون ته ځي. دغه کسان چې شمېر يې د ٤٠ او ٥٠ تر منځ دى، ولسوالۍ ته د بېرته راتګ پر مهال د وسلوالو طالبانو لخوا ونيول سول.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي المان ږغ ته وويل، چې دغه پيښه پرون ماځيګر د چپي درې ولسوالۍ د ترنک په سيمه کي رامنځته شوې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يادو کسانو د نيولو مسووليت په غاړهو اخيست.هغه رسنيو ته ويلي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د کونړ د چپي دري ولسوالۍ د کنډي په سيمه کې د نورستان له وانت وايګل ولسوالۍ څخه راغلي پوليس يې په داسې حال کې ژوندي ونيول، چې لا پخوا تر تعقيب لاندې وو.
مجاهد وايي، چې طالبانو له دې مخکي ډېر ځله يې پوليس د نورستان او په نورو سيمو کي ژوندي نيولي، خو له کره ضمانتونو وروسته، چې نور به له دولت سره کار نه کوي، خوشې سوي دي.
دا په داسې حال کې ده چي څه موده وړاندي هم د وسله والو مخالفيبنو يوې ډلي لسګونه هغه قومي مشران برمته کړي ول چي خپلو خپلوانو يې د دولت او يا هم له بهرنيو ځواکونو سره دندې درلودې چي بيا د قومي سپين ږيرو په منځګړيتوب خوشې شول.
شمعه احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل