1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي ميلادي کال له پيله ۷۵ زره افغانان بيځایه شوي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې وروستي رپوټ ښيي چې يوازې تيره اوونۍ یعنې د اپريل مياشتې له ۲۲مې تر ۲۸مې پورې، ۱۱۸۰۰ کسان په افغانستان کې بې ځايه شوي دي.

https://p.dw.com/p/2wy6T
Flüchtlinge Afghanistan Heart Kabul
د کابل په ختيځ کې بيځایه شوي کورنۍ - آرشيفانځور: DW/S.Tanha

 مرکزي او سويل ختيځ زون: په پکتيکا کې د وسله والو نښتو له کبله، شاوخوا ۲۱۰۰ تنه اورګون ولسوالۍ او ۴۰۰ نور ښرني ولسوالۍ ته تښتيدلي. ۶۰۰ تنه نور بیا د بغلان، کاپيسا، کندز، لوګر او ننګرهار له جګړو څخه کابل ته تښتيدلي دي.

 شمال او شمال ختيځ زون: د بدخشان پر بهارک ولسوالۍ د وسله والو تر ډله ايزو بريدونو وروسته ۱۴۰۰ تنه له کليو څخه د دغې ولسوالۍ مرکز ته تښتېدلي دي. په سرپل کې هم ۷۰۰ تنه له صياد ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز ته تښتيدلي دي.

د ننګرهار د چپرهار، ده بالا، خوږياڼيو او سرخرود ولسواليو او د کونړ له ولسوالۍ څخه هم ۱۴۰۰ تنه بيځایه شوي دي. سيمه ايز چارواکي د دغو کسانو د تيښتې لامل د دولت د وسله والو مخالفو ډلو له خوا ګواښونه گڼي.

لويديځ زون: د بادغيس له څلورو ولسواليو څخه ۷۰۰ تنه د وچکاليو له امله د ولايت مرکز ته کډه شوي دي. ارقام ښيي چې د غور او بادغيس ولايتونو شاوخوا ۳۵۰۰ کسان د وچکالۍ او خوراکي توکو د کمښت له وجې هرات ښار ته رسيدلي دي.

Afghanistan IDP Lager Flüchtlinge Flucht Islamischer Staat
د جګړو او ناامنيو سربيره طبيعي پيښې او وچکالۍ هم د بيځایه کيدو لاملونه ګڼل شوي دي - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

طبيعي پيښې

تر جګړې علاوه، طبيعې پيښې هم د دې سبب شوي دي چې افغانان د خپلو مېنو پريښودو ته اړ شي. يوازې د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې ۵۰ کورنه د سيلابونو په پايله کې ويجاړ شوي دي چې اوسيدونکی يې د ولايت نورو سيمو ته بيځایه شوي دي.

د کندز د خان آباد ولسوالۍ له شپږو کليو څخه هم ۱۴۰۰کسان د وچکاليو له کبله د ولايت مرکز ته کډه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایتي شورا وايي چې د قلعه زال ولسوالۍ له جګړو څخه هم ۱۵۰۰ تنه د دغې ولسوالۍ نورو سيمو او مرکز ته تښتيدلي دي.

د افغانستان سويلي ولايتونه چې د ګرم اقليم لرونکي دي، چارواکي يې وړاندوينه کوي چې ښايي د وچکالۍ او د حاصلاتو او خوراکي موادو د کمښت له وجې ۵۰۰۰۰ انسانان داخلي مهاجرتونو ته اړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د تير وچ ژمي له امله د جدي وچکالۍ خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان ويلي دي چې د افغانستان د اوبو ۲۰ تر ۳۰ سلنه پورې زيرمې زيانمنې شوي دي چې له ۳۴ ولايتونو څخه ۲۰ ولايتونه يې له امله زيانمن شوي دي.

مرستو له پاره هڅي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، کورنيو بيځایه شوي ته د مرستو رسولو بهير چټک کړی دی. دغه سازمان يوازې تيره اوونۍ په هرات ولایت کې پر۲۹۰۰ کسانو باندي بشري مرستې وويشلې. خو پر دغو ټولو سربيره، ويل کيږي چې د کافي امکاناتو د نه شتون له امله به پر ټولو اړمنو کسانو د مرستو ويش امکان ونه لري.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې جګړو او ناامنيو د افغانستان په ځينو سيمو کې له بې ځایه شويو کورنيو سره د مرستو رسولو بهير له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

Afghanistan Flüchtlinge
ملګري ملتونو د مرستو بهير کړندی کړی خو وايي چې ټولو اړمنو کسانو ته به مرستې ونه رسيږي - آرشيفانځور: DW/S. Tanha

د دغې ادارې په تازه خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي دي چې وسله والو ډلو د کندهار او روزګان ولايتونو لاري بندي کړي دي چې دا کار ترينکوت ښار ته د کمکي موادو د رسيدو لامل واقع شوی دی. په لوګر ولايت کې هم وسله والو د مخابراتي شرکتونو آنتنونه ويجاړ کړي چې له امله يې ارتباطات پرې او د مرستو رسولو مخنیوي شوی دی.

له بهره د افغانانو اخراجونه

که څه هم په افغانستان کې د جکړې تنور لا تود شوی دی خو په عين وخت کې له ځينو بهرنيو هيوادونو څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ هم ادامه لري. د ملګرو ملتونو اداره وايي چې يوازې تيره اوونۍ له ايران او پاکستان څخه ۲۱۳۳۷ افغان مهاجر بيرته افغانستان راستانه شوي دي. ويل شوي دې چې په دوي کې تر لس زور زيات يې په جبري توګه اخراج کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکيې هم تازه افغانستان ته د افغان مهاجرو ډليز اخراجونه پيل کړي دي. دغه هيواد وايي چې په تيرو څلورو مياشتو کې شاوخوا ديرش زره غيرقانوني افغان مهاجر ورغلي دي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په دې موده کې افغانستان ته د بيرته ستنيدونکو له ډلې څخه ۸۳۶ تنو ته يې هستوګنځایونه برابر او نغدې مرستې ورسره شوي دي.

افغان چارواکو او نړيوالو سازمانونو يوازې د وچکالۍ په اړه د خطر زنګ وهلی او د دوبي په موسم کې يې په احتمالي توګه د جګړې د توتيدو خبرداری ورکړی دی چې دواړه د داخلي بيځایه کيدو اصلي لاملونه ګڼل کيږي.

رضا شیرمحمدی/ م. ک. ص

دا هم په ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: