«د نوماندانو په اړه ۲۰ شکایتونه تر لاسه شوي»
۱۳۹۲ مهر ۲۸, یکشنبهکمیسیون وایي چې په رسمي توگه د ابتدايي نوملړ د اعلانولو وروسته، د افغانستان وگړي ۴۸ ساعته وخت لري چې د نوماندانو پر وړاندې خپل شکایتونه ثبت کړي.
دغه شکایتونه په کتبي، د عریضې په ډول او یا هم د ټاکنو د شکایاتو د ځانگړې فورمې په ډکولو سره ثبتیدای شي. د شکایاتو کمیسیون د عقرب د میاشتې تر ۲۵مې نیټې پورې وخت لري چې دغو شکایاتو ته رسیدگي وکړي.
د شکایاتو د کمیسیون مسؤلین وایي چې داسې شکایتونه یې تر لاسه کړي دي چې ښایي د نهایي لست څخه د نوماندانو د نوم د لیرې کیدو په پایله تمام شي.
د نوموړي کمیسیون ویاند نادر محسني، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر شلمه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «تر اوسه له شلو شکایاتو څخه موږ اتو ته رسیدگي کړې ده. زیاتره شکایتونه د کاندیدانو د نوم لیکنې سره تړاو لري او کمیسیون د دغو شکایتونو په اړه خپله فیصله صادره کړې ده.»
د شکایاتو د کمیسیون مسؤلین وایي چې نورو ۱۲ شکایتونو ته رسیدگي، د ولسمشریزو ټاکنو او ولایتي شورا گانو د نهایي لست د اعلان سره تړاو لري.
ښاغلي محسني پر دې خبره ټینگار وکړ چې د انتخاباتو پروسه باید تر مخه د ټاکل شوي مهال ویش په مطابق پر مخ ولاړه شي. هغه وړاندې وویل دا چې د نوماندانو نهایي لست اعلان شي، د دغه کمیسیون کار هم پیلیږي او هغه شکایتونه چې د نوماندانو د نوم لیکنې سره تړاو لري، به ورته رسیدگي وشي.
د نوموړي کمیسیون ویاند وویل داسې شکایتونه یې هم تر لاسه کړي دي، چې ښایي د نهایي لست څخه د نوماندانو د نوم د لیرې کیدو په پایله تمام شي: «اشخاص او افراد مشخص دي، چې ممکن په ټاکنو کې د هغوی د حضور د برخلیک په اړه تأثیر ولري. موږ د نوماندانو نهایي لست ته انتظار باسو.»
د شکایاتو د کمیسیون د مسؤلینو په وینا هغه کسان چې د محکمې له لوري د مجرم په توگه پیژندل شوی وي، نوم به یې د نوماندانو له لست څخه لیرې شي ولې یوازې تورونه نه شي کیدای چې د لست څخه د نوماندانو د نوم د لیرې کولو له پاره کفایت وکړي.
په علني توگه شکایاتو ته رسیدگي
د شکایاتو کمیسیون پریکړه کړې ده چې شکایتونو ته تر هر څه زیات په شفافه توگه د رسیدگۍ په خاطر، د شکایتونو د بر رسۍ پروسه په علني توگه تر سره کړي.
په دې تړاو ښاغلي محسني وویل: «د ټاکنو په دې دوره کې شکایاتو ته په علني توگه رسیدگي یو له هغو مسائلو څخه ده چې تر هر څه زیات د ټاکنو د شفافیت له پروسې سره مرسته کوي. ځیني دوستان چې شکایاتو ته په شفافیت سره د رسیدگۍ په اړه انديښنې څرگندوي، موږ ډاډمن یو چې هغه به له منځه یوسو.»
د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون تر اوسه د افغانستان په ولایتونو کې دفترونه نه لري خو د کمیسیون مسؤلین وایي چې د ولایتي شکایاتو د کمیسیون د کمیشنرانو د جلب پروسه پیل شوې ده. په پام کې ده چې د دغه کمیسیون ولایتي دفترونه په نزدې راتلونکي کې په فعالیتونو پیل وکړي.