1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل بديله جايزه يوه ډاکټر ته ورکوله کیږي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۵, جمعه

د سږ کال د نوبل بدیله جایزه څلورو کسانو ته ورکول کيږي. د جايزې گټونکي چي د سویس، کانګو، متحده ایالاتو او فلسطین وگړي دي. د بشریي حقونو، خوراکي موادو د تأمینولو په برخه او کیمیاوي وسلو پر ضد مبارزه کړې ده.

https://p.dw.com/p/19pU9
انځور: Stina Berge

په دغو کسانو کې یو هم دني موک ویګه دی چي پر هر ډول ګواښونو سربیره د هغو ښځو له حقونو څخه دفاع کوي چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د تاوتریخوالي قربانۍ شوی دي.

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۵ نېټه وسله وال کسان په کانګو کې د یوه ډاکټر کور ته ورننوتل. هغه وخت دغه ډاکټر هم په خپل موټر کې کور ته راغی. د کور یوه ساتونکي هڅه وکړه چې دغه ډاکټر ته د وسله والو کسانو په اړه خبر ورکړي، خو دغه کار د ساتونکي د ځان په قیمت تمام شو. وسله والو کسانو هڅه وکړه چې دغه ډاکټر ووژني خو هغه له دې بریده ژوندی ووت. لا تر اوسه پورې هم روښانه شوې نه ده چې دغه برید د چا له خوا ترسره شوی وو. هغه ډاکتر چې له دې بریده ژوندی ووت د کانګو په ختیځ کې د بوکاوو ښار د بانسې روغتو مشر دني موک ویګه، نومیږي.

دغه ډاکتر په نسایي جراحي کې تخصص لري. هغه هر ورځ د هغو میرمنو درملنه کوي چي د جنسي تیري قرباني شوي دي. موک ویګه څو وارې ویلي دي چې له ښځو سره تاوتریخوالی د جګړې اصلي لامل دی. د ښځو له حقوقو څخه د دفاع په برخه کې د هغه دغو هڅو ښايي په کانګو کې یو شمیر کسان په غوسه کړي وي.

د کانگو په ديموکراتيک جمهوريت کي د ښځو له پاره روغتون
د کانگو په ديموکراتيک جمهوريت کي د ښځو له پاره روغتونانځور: Adia Tshipuku/AFP/Getty Images

ډاکټر موک ویګه اوس د Right Livelihood Award جایزه چې د «نوبل په بدیلې جایزې» هم مشهوره ده ترلاسه کوي. دغه موضوع د دغې جایزې د سپارلو مسئول انجمن د پنجشنبې په ورځ د سویدن په پلازمینه ستاکهلم کې اعلان کړه.

«د نورو په خدمت کې»

د دغه ۵۸ کلن ډاکتر د کار موضوع د نورو له حقوقو څخه دفاع کول دي. هغه خپل پلار چې پخپله یو کشیش وو په دې لاره کې تشویق کړی دی. موک ویګه په ۲۰۰۹ کال کې د اولوف پالمه جایزه د خپلو بشردوستانه فعالیتونو له کبله ترلاسه کړه، هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «دغه مفکوره چې باید د نورو په خدمت کې ووسم، ما ته زما له پلاره په میراث را پاته ده. دا کار زما له پاره ډیر اسانه وو، نو له ځانه سره مې وویل چې ښه به وي چې هغه ته دوام ورکړم.»

موک ویګه د خپلو لوړو زده کړو تر پای ته رسولو وروسته، د کانګو په ګاونډي هیواد بوروندي کې په یوه روغتون کې کار پیل کړ. هغه وخت دغه ډاکټر هغي خبري چې ډیري ښځې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، ډیر خواشینی کړی وو. هغه وایي: «دا خبره د دې لامل شوه چې زه د ښځو د درملنې په برخه کې خپل تخصص ته دوام ورکړم. » له همدې کبله هغه پریکړه وکړه چې په فرانسه کې په ولادي او نسایي رشته کې لا ډیرې زده کړې وکړی.

کله چې موک ویګه د خپلو زده کړو تر پشپړولو وروسته بیرته کانګو ته ستون شو، نو په خپل وطن کې له نویو چلينجونو سره مخامخ شو. د نویمې لسیزي په نیمایي کې د کانګو لیمیرا سیمه د دغه هیواد د کورنۍ جګړې مرکز وو او په ۱۹۹۶ کال کې دغه سیمه په بشپړه توګه ویجاړه شوه. په دې سیمه کې ډیرو سرتیرو او پاڅونکوونکو د جګړې د یوې وسیلې په توګه پر ښځو باندي جنسي تیري کول.

ډاکټر موک ویګه په نړیوال ملاتړ سره په خپل هیواد کې یوه نوې پروژه پيل کړه. دغه پروژه په بوکاوو ښار کې د پانسي روغتون جوړول وو. دغه روغتون په خاصه توګه په ولادي او نسایي برخه کې د خپلو خدمتونو له کبله ډیر ژر شهرت ته ورسید. موک ویګه او د هغه همکارانو په دې روغتون کې د هغو نجونو او مېرمنو درملنه کوله چې په جګړه کې د ښکیل ډلو تر منځ بې دفاع پاتي وې.

د ښځو د حقوقو دفاع کول

موک ویګه وايي: «دا ښځې دي چې د کانګو ټولنه ژوندۍ ساتي. که سړۍ یو ځل [له کوره] دباندي ولاړ شي نو ویني چې ښځي ټول کارونه ترسره کوي. هغوی د خپل معاش په لاس ته راوړلو سره مرسته کولای شي چې د خپلو ماشومانو په روزنه کې ونډه واخلي .» دغه ډاکټر ټینګار کوي چې له همدې کبله په جګړه کې ښکیل کسان لومړی پر ښځو باندې يرغل کوي.

ډاکټر موک ويگه اوس هم خپل فعاليت ته دوام ورکوي
ډاکټر موک ويگه اوس هم خپل فعاليت ته دوام ورکويانځور: picture-alliance/dpa

موک ویګه اوس یوازې نه دی. هغه ته له ډیر وخت راهیسې په کانګو کې د ښځو د حقونو د یوه مدافع په سترګه کتل کیږي. هغه د هغو ښځو له پاره بېلابېلې برنامې پيل کړي دي چې بې غزته شوي دي. دغه ډاکټر غواړي چې پر ښځو باندې د جنسي تیري ستونزه په بشپړه توګه له منځه یوسي. هغه وایي چې په کانگو کي د ښځو د بې غزته کولو لوی لامل په دغه هيواد کي د دولتي ځواکونو او پاڅونکوونکو تر منځ د خامو موادو پر سر جګړه ده. هغه وايي چې د دې ستونزي د له منځه وړلو له پاره باید د کانګو د جګړې پر ښکیلو ډلو باندې نړیوال فشار زیات شي.

هغه وایي: «زندان ته د یوه پاڅون کوونکي استول هیڅ کومه ستونزه له منځه نه وړي. که تاسو نن یو زندان ته واستوﺉ نو سبا یو بل رامنځ ته کیږي.» موک ویګه په ۲۰۱۲ کال کې د کانګو د سولې له پاره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وینا وکړه. د هغه تر وینا یوازې یوه میاشت وروسته پر هغه باندي برید وشو. له همدې کبله هغه دې ته اړه شو چې له خپلي کورنۍ سره اروپا ته ولاړ شي.

بیرته خپل وطن ته ستنیدل

خو اروپا ته تر تگ وروسته، دغه ډاکټر د خپلو وطنوالو د برخلیک په اړه فکر پر آرامه پرې نه ښود. له بلې خوا د ښځو د حقوقو مدافع سازمانونو وړاندیز وکړ چې د هغه د امنیت د ټینګښت له پاره خپله محافظتي ځواکونه رامنځ ته کوي. اروپا ته تر تگ یوازې درې میاشتې وروسته ډاکټر موک ویګه بیرته خپل هیواد ته ستون شو او له هغه وخت راهیسې د پانسې په روغتون کې وخت تیروي.

دني موک ویګه د «نوبل د بدیلې جایزې» نور درې ګټونکی به په ټولیز ډول ۲۳۰۰۰۰ ډالر ترلاسه کړي. دغه جایزه به د روان کال د ډسمبر مياشتي پر دوهمه نیټه د سویدن په پارلمان کې گټونکو ته ورکړل شي.