1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د دفاع وزیران پر افغانستان غږيږي

۱۳۹۷ خرداد ۱۸, جمعه

د ناټو د دفاع وزیران د جمعې په ورځ د خپلې غونډې په پای کې په افغانستان کې پر خپل ستونزمن ماموریت غږیږي. تر دې دمخه د ناټو عمومي منشي له طالبانو سره د ولسمشر اشرف غني د اوربند د اعلانه هرکلی وکړ.

https://p.dw.com/p/2z8Ak
Treffen Verteidigungsminister im NATO Hauprquartier in Brüssel
انځور: NATO

په افغانستان کې د ناټو د عسکرو شمیر چې ځایي امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي ۱۶۰۰۰ کسانو ته لوړی شوی دی. آلمان هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې تر امريکا متحدو ایالاتو وروسته یې افغانستان ته زیات عسکر استولي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ډېرښت علت د طالبانو پیاوړي کیدل او په ځينو سیمو کې د تروريستي ډلي داعش د لمن پراخیدل ښوول کیږي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جون اوومه) وویل چې د ځواکونو او مرستو په «ډېرښت سره خپل ملاتړ پیاوړي کوي.» هغه په عین وخت کې د افغانستان د حکومت له لوري د یوې ټاکلې مودې له پاره د طالبانو پر وړاندې د اوربند له اعلان څخه هم هرکلی وکړ: «دا د سولې پر لور یو مثبت ګام دی.»

د ناټو عمومي منشي له طالبانو هم وغوښتل چې خپلې وسلې پر ځمکه کښیږدي او یوه رغنده ډیالوګ ته ورداخل شي.

د پنجشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې مهمه موضوع د دغه تړون د شریکانو تجهیزول وه. ناټو غواړي چې تر ۲۰۲۰م کاله پورې د ځواکونو ماموریت ته چمتووالی په څرګند ډول لوړ کړي. د دې شالید د روسیې له لوري تهاجمي سیاست انګیرل کیږي.