1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میرکل ګوند مخکښ دی، خو د مهاجرو ضد گوند هم وړاندي دی

۱۳۹۶ مهر ۲, یکشنبه

د آلمان د پارلماني ټاکنو لومړي وړاند ویني ښيي چې د میرکل د ګوندنو ایتلاف تر نورو مخکې دی; خو د آلمان له پاره بدیل د مهاجرو ضد ګوند بیا د وړوکو ګوندونو په منځ کې ډیري رایې خپلې کړي او په پارلمان کي به چوکۍ ولري.

https://p.dw.com/p/2kc4y
Bundestagswahl 2017 | CDU - Anhänger in Berlin
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

د آلمان تر پارلماني ټاکنو وروسته لومړۍ وړاند ویني ښيي چې د میرکل د CSU/SDU ګوندونو اتحاد د ۳۲،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره تر نورو مخکې دی. په دویم ځای کې د مارتین شولڅ سوسیال دیموګرات یا SPD ګوند راغلی چې ۲۰ سلنه رایې یې ګټلي. خو په دریم ځای کې بیا ښي اړخه د مهاجرو ضد د آلمان له پاره بدیل ګوند راغلی دی.

په دریم ځای کې ښی اړخه د مهاجرو ضد «د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD» د ۱۳،۵ سلنه رایو تر لاسه کولو سره راغلی دی. په دې سره نو دغه ګوند د لومړي ځل له پاره د آلمان فدرال پارلمان يا بوندستاګ ته لار موندي.

د آلمان په ټاکنو کې د دریم ځای له ځانګړي اهمیت څخه برخمن وي، ځکه چې له دې سره نو روښانیږي چې د CSU/SDU او SPD تر څنګ کوم ګوند د وړونکو ګوندونو تر منځ مخکښه دی.

په څلورم ځای کې آزاد دیموکرات ګوند یا FDP د ۱۰،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره راغلی دی. په پنځم او شپږمو ځایونو کې بیا په ترتیب سره زرغون ګوند د ۹،۵ سلنه رایو سره او کیڼ اړخی ګوند له ۹ سلنه رایو سره راغلي دي.

په آلمان کې ډیر وخت ایتلافي حکومتونه رامنځ ته کیږي. دا نو په دې معنی ده چې انګلا میرکل په پارلمان  کې د اکثریت د ترلاسه کولو په موخه له یوه ګوند سره ایتلاف وکړي.

دا یوازې لومړنۍ پایلې دي. او تر دې لږ وروسته به رسمي لومړنۍ پایلې اعلان شي. که څه هم د انګلا میرګل د ګوندونو ایتلاف تر نورو مخکښ دی، خو بیا یې د تیرو ټاکنو په پرتله لږ رایې ترلاسه کړي دي. د مارتین شولڅ ګوند هم رایې له لاسه ورکړي دي، خو هغه ګوندونه چې په دې ټاکنو کې ګټه کړې ده وړوکي ګوندونه دي چې په سر کې یې د آلمان له پاره بدیل ګوند راغلي دي. له دې سره نو دغه ګوند د وړوکو ګوندونو په منځ کې تر نورو مخکښه دی.