1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میرکل او ترمپ له لیدنې کومې تمې کیدای شي؟

۱۳۹۵ اسفند ۲۳, دوشنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل به د سه شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره د امریکا متحده ایالاتو له نوي ولسمشر دونالد ترمپ سره وویني. ایا دواړه مشران به د یوې پیاوړې کاري اړیکې په رامنځ ته کولو وتوانیږي؟

https://p.dw.com/p/2Z5U5
Angela Merkel und Donald Trump
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler/R. Sachs

صدراعظمې انګلا میرکل تر اوسه پورې د امریکا متحده ایالاتو دوو پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما سره ښې اړیکې ساتلې دي. هغه چې اوس د څلورم ځل له پاره د خپل هیواد د مشرۍ کولو له پاره کمپاین کوي په دې هڅه کې ده چې له دونالد ترمپ سره هم ورته اړیکې رامنځ ته کړي.

که څه هم د دواړو پخوانیو ولسمشرانو د کاري دورې پر مهال میرکل له سختو ننګونو سره مخامخ شوه، خو هغه وتوانیده چې ځان د امریکا له پاره د داسې متحدې په توګه معرفي کړي چې په ډیرې اروپايي مسائیلو کې همدې ته مراجعه وشي. د پخواني ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ پر مهال د عراق جنجالي جګړې او د بل پخواني ولسمشر بارک اوباما د کار پر مهال د امریکا د کورني امنیت استخباراتي سازمان په اړه جنجالي بربنډونې رامنځ ته شوې. میرکل پر دغو ستونزو سربیره هم وتوانیده چې له امریکا متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې هغه شان چې باید وې وساتي.

مغلقه ننګونه

خو اوس چې دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی، انګلا میرکل د خپل هیواد او امریکا متحده ایالاتو د اړیکو په برخه کې له تر ټولو لویې ننګونې سره مخامخ ده. دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې دننه هم پر هغې باندې فشارونه مخ په زیاتیدو دي. 
په برلین کې د بهرنیو اړیکو په برخه کې د اروپايي شورا مشر جوزیف یننګ، وایي: «له امریکا سره اړیکې هیڅ وخت هم دومره مغلقې نه وې لکه اوس چې دي.»

په بووګانا کې د جان هوپکینز له پوهنتون څخه د امریکا متحده ایالاتو د بهرني پالیسۍ پروفیسور جان هارپر، وایي چې میرکل باید له دونالد ترمپ سره د مناسبو کاري اړیکو د رامنځ  ته کولو په موخه نوې لارې چارې وسنجوي ځکه د هغه په خبره ترمپ له بوش او اوباما سره ډیر توپیر لري.

دا ځکه چې ترمپ تر اوسه پورې هیڅ وخت هم په حکومت کې کار نه دی کړی او د ولسمشر په توګه د هغه دنده، په حکومت کې د دغه میلیاردر لومړی کار دی.

ترمپ ډیر وخت د خپل تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې سیاستونه اعلانوي، پر خلکو باندې تورونه لګوي او بیا ځینې وختونه خپل موقف هم د یو شمیر مسائیلو په اړه بدلوي. دا هر څه د انګلا میرکل له سیاسته چې ډیر وخت آرامه او محاسبه شوي بلل کیږي، ډیر توپیر لري.

د نړې متفاوت لیدلورونه

میرکل او ترمپ نه یوازې د کار په څرنگوالي کې یو له بله  څخه توپیر لري، بلکه د نړۍ له پاره د هغوی لیدلوری هم ډیر سره لیرې دی. میرکل د نړیوال سیاست په برخه کې د یوه همغږي او ډله ییز غبرګون پلوي ده خو ترمپ بیا تر اوسه پورې ښوولې ده چې د یوه ابر قدرت په توګه نړیوال چارو ته ګوري، نړیوال څو ملیتي سازمانونه ښه نه ګڼي او سیاست په ټوله کې ګټور نه بولي. هغه د خپل ولسمشرۍ کمپاین له پیلولو سره پر سیاست او سیاستوالو سختې نیوکې کړې دي.

له همدې کبله ښايي د میرکل او دونالد ترمپ تر منځ د مشترکې وجهې موندل اسانه کار نه وي. ینینګ او هارپر تمه نه لري چې د میرکل او ترمپ لیدنه دې کومې د پام وړ پایلې ولري.

ینینګ وایي: «میرکل به لیواله وي چې لږ تر لږه د G20 له پروسې سره د نوي ولسمشر ښه لفظي ژمنتیا ترلاسه کړي او په دې اړه ژمنه ترلاسه کړي چې مسائیلو ته به په ګډه د جوړښتونو له نظره کتل کیږي.»

د G20 له پاره چمتوالی چې میرکل به یې په هامبورګ کې کوربه وي، سپینې ماڼۍ ته د هغې د سفر یو له اصلي موخو څخه بلل کیږي.
د بحث بله موضوع ښايي د اروپايي ټولنې راتلونکې وي. ترمپ له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پلوي دی او وار په وار یې روښانه کړې ده چې د اروپايي ټولنې په اړه ښه نظر نه لري او غوره ګڼي چې د دې قارې له هیوادونو سره په مستقیمه توګه اړیکې ولري.

میرکل ښايي ترمپ ته دا خبره واضحه کړي چې ولي اروپايي ټولنې امریکا ته هم مهمه ده. ینینګ وایي چې دا ښايي یو څه سخت کار وي. پر دې سربیره میرکل او ترمپ ښایي د روسیې په اړه هم خبرې وکړي.