1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مړو د سپکاوي ويډيو له طالبانو سره خبري نه دي زيانمني کړي

۱۳۹۰ دی ۲۵, یکشنبه

اټکل کيږي چي د امريکايي عسکرو لخوا د افغان مړو د سپکاوي ويډيو به له طالبانو سره د خبرو اترو پېل له گواښ سره مخامخ نه کړي. خو دغه ويډيو د افغان دولت او امريکا تر منځ اړيکي تر يوه ځایه اغېزمنې کړي

https://p.dw.com/p/13jxF
متحده ایالاتو ویلي چې د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي
متحده ایالاتو ویلي چې د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړيانځور: picture-alliance/ dpa

نوموړې شخړه ايزه ويډيو د دې لامل نه شوه چې په افغانستان کې د خلکو احتجاجونه او لاريونونه راوپاروي. افغان چارواکو ويلي دي چي د جګړې په ډګر کي د ناروا کار يوه بېلګه د سولې ټوله پروسه نه سي درولای.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو سره د خبرو اترو د پېل په هکله په تيرو اونيو کي پرمختګونه سوي دي. په دې ترڅ کې د قطر په هيواد کې د طالبانو د دفتر پر پرانستنه هم توافق سوی دی.

د امريکا پوځ د خپلو سرتیرو له خوا د افغان مړو سپکاوی او د دغه سپکاوي ويډيو جوړونه سخته غندلې ده. په دغه ويډيو کي ښکاره کيږي چي څلور امريکايي عسکر چي خولې يې د خندا ډکي دي پر درې مړو چي د افغانانو جامې په تن دي، ادرار کوي. په ويډيو کې د يوه عسکر ږغ اورېدل کيږي چي پر پرتو مړو باندي ټوکي کوي او ورته وايي:

« نور نو ښه ورځ درته غواړم، ملگرې!»

دغه شخړه یيزه ويډيو په يوه ډېر حساس وخت کې پر انټرنټ خپره سوه. په داسې وخت کې چې د افغانستان د ټاکلي حکومت او د امريکا تر منځ اړيکي تر فشار لاندې او له طالبانو سره د خبرو اترو د پېل له پاره هلي ځلي رواني دي.

د طالبانو او د متحده ایالاتو استازو په تيرو اونيو کې دا امکان نه دی رد کړی چې طالبان به په قطر کي دفتر پرانيزي. په دې هکله هم خبري کيږي چي ښايي د ګوانتانامو له زندان څخه طالب بنديان آزاد کړل سي اود قطر هیواد ته ولېږدول سي.

د افغان حکومت او د امريکا د متحده ایالاتو تر منځ اړيکي متزلزله دي او دواړو اړخونو تر اوسه هغه ستراتيژيک تړون هم نه دی لاسليک کړی چې د ۲۰۱۴م کال وروسته به په افغانستان کي د امريکايانو د رول له پاره زیات مهم وي. دا په داسي حال کې ده چې په پام کې ده چي د ۲۰۱۴ م کال وروسته به له افغانستان څخه ټول بهرني جنګي سرتیري وايستل سي.

د شخړه یيزي ويډيو ترخپرېدو وروسته له امريکايانو سره دا اندیښنه پیدا سوې وه چې دغه ويډيو د عراق د ابو غريب د قضيې په ډول زياته جدي رسوايي رامنځ ته نه کړي. په نوموړي زندان کي امريکايي عسکرو له عراقي بنديانو سره ناوړه چلند کړی وو چې بیا وروسته په دې اړه انځورونه خپاره سوي ول. د ۲۰۰۴م کال دغه پېښه په نړۍ واله توګه غندل سوې وه.

يوه بله وېره دا وه چې ښايي په افغانستان کي د پخوا په څېر هغه شان له تاوتريخوالي څخه ډک احتجاجونه رامنځ ته نه سي لکه د امريکايي کشيش له خوا چي د پاک قرآن تر سوځول کېدو وروسته رامنځ ته سوي ول.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير، ليون پنېټا، دغه شخړه یيزه ويډيو په سختو ټکو کې غندلې وه.

پنېټا زياته کړې وه چې امريکا به په جدي او چټکه توګه د شخړه یيزي ويډيو موضوع وڅېړي او مسئول کسان به مجازات کړي.

په افغانستان کې د سولي د عالي شورا غړي، عبدالحکيم مجاهد، د شنبې په ورځ ( د ۲۰۱۲م کال د جنوري څوارلسمه) د شخړه یيزي ويډيو په هکله خپل نظر داسي څرگند کړ:

« درې واړو اړخونو، امريکا، افغان حکومت او طالبانو دغه پېښه وغندله. زه هيله لرم چې دغه پېښه به د سولي پر پروسه اغېز ونه لري.»

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سید ریاض