د مونشن او برلین ترمنځ د گړندي اورګاډي پټلۍ پرانیستنه
د دې پروژې د تکمیل له پاره ۲۵ کاله وخت او۱۰ میلیارده یورو بودیجه مصرف شوې چې ځینو ان په پیل کې ویل چې دغه پروژه به له ناکامۍ سره مخامخ شي. دغه اورګاډی به اوس په یوه ساعت کې۳۰۰ کیلیومتره مزل وکړي.
د برلین او مونشن ترمنځ گړندي اورګاډي پر پروژه په پیل کې نيوکي کېدلې. خو اوس چې دغي پروژې چې (VDE 8) ورته ویل کیږي او د شرقي او غربي آلمان د نښلولو اشاره ورته کیدله، پرانیستل شوې او په دې توګه د شپږو ساعتونو مزل ۴ ساعتونو ته را ټیټ شوی دی.
د ۲۰۰۰م کال له پیل راهیسې هغه مهال چې د آلمان حکومت د بودیجې له کمښت سره مخامخ وو، د اتحاد پروژه نږدې وه چې وتړله شي. سربیره پر دې هغه بودیجه چې د دې پروژې له پاره په پام کې نیول شوې وه، یوازې د دې پروژې د ساتلو له پاره وه نه د پراختيا له پاره او په پایله کې له ریل او رغیدو پرته ډیر پلونه همداسې پاتې شول.
تر ډیري مودې داسې انګیرل کیده چې د اتحاد پروژه به هم د برلین د نوي هوايي ډګر د پروژې له سرنوشت سره مخامخ شي. د هوايي ډګر پروژه هم پر ډیرو مصارفاتو سربیره، تر اوسه پوري نه ده بشپړه شوې. خو په پای کې د دې دوو سترو ښارونو ترمنځ د اورګاډي دغه۱۰میلیارد یوریې پروژه د الوتکو او بسونو د لوړو ټکټونو ځای ناستې شوه.
د د دې پروژې د ریل نیمايي برخه پټلۍ تر ځمکې لاندې تیریږي. په دې پروژه کې سترې ستونزې چې انجنیران ورسره مخامخ ول هغه د هغه غږ کنترول وو چې له تونل څخه د ریل د وتلو پر مهال تولیدیدو. هغه ریلونه چې په ډیر سرعت سفر کوي، د هوا یوه برخه په ډیر فشار ټیله کوي او هغه مهال چې اور ګاډی له تونل څخه بهر کیږي د یوه انفجار په اندازه لوړ غږ او ډیر باد تولیدوي.
د دې ستونزې د حل له پاره د پروژې انجنیرانو د تونل په خروجي برخو کې په اصطلاح «کانوپي» یا برنډې ته ورته سیمې جوړې کړې ترڅو له غږ پرته د هوا څپې په څرخ راشي او له تونلونو د وتلو پرمهال د غږ کچه ټیټه کړي.
دغه اورګاډی به په ورځ کې درې ځله د برلین او مونشن ترمنځ حرکت وکړي او سرعت یي هم په ساعت کې ۳۰۰ کیلومتره دی.
د شګو او جغل پر ځای داورګاډو نوې پټلۍ پر کانکریټ ایښول شوي دي. د دغو کانکریټي تختو وزن شاوخوا ۵ ټنو ته رسیږي او دا آسانتیا برابروي چې پټلۍ ان د میلیمتر په اندازه په دقت سره نصب کړل شي.
د آلمان د اورګاډو شرکت هیله من دی چې د مسافرو د شمیر په زیاتیدو سره به د دې سترې پروژې د مصارفو یوه برخه بیرته تر لاسه کړي. ویل کیږي چې د سفر ټکټونه به هم لوړ شي او ممکن ارزښت یې تر۱۵۰ یورو پورې لوړ شي. په دې ترتیب د ټکټونو تعرفه به ۱۳ سلنه لوړه شي.
د آلمان د چاپیرال ساتنې او طبعیت نادولتي سازمان د دې پروژې په ترڅ کې چاپیریال ته د زیان رسولو له امله نیوکې کړي. په ځواب کې د اورګاډي شرکت ویلي چې د دې پروژې له پاره ۴ زره هکټاره طبعیت یې بیرته ژوندی کړی او۶۰۰ نیالګي یې کښینولي دي.
د پروژې د پلي کولو پرمهال تاریخ پوهان هم بیکاره نه ول. د ریل نوې لیکه له داسې سیمو تیریږي چې۳۵۰۰ کاله مخکې د سوداګرۍ یوه لار وه. د پروژې د پلي کولو په ترڅ کې د ۷۰۰۰ کلونو پخوانی یو کلی هم کشف شوی او ورڅخه ۲۰ زره تاریخي توکي له خاورو راايستل شوي دي.
د دې پروژې په تکمیل سره، اوس چارواکي غواړي د برلین او مونشن ترمنځ سفر کوونکي دې ته وهڅوي چې له دې پټلۍ استفاده وکړي. دوی همدا راز هیله څرګنده کړې چې په مسیر کې د نوي نسل اورګاډي یا ICE4 به مسافرین دې ته وهڅوي چې له دې اورګاډو ډیره کار واخلي او تګ راتګ له دې لارې وکړي.