1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موصول د ملکي خلگو په هکله سختي اندیښنې

۱۳۹۵ آبان ۱, شنبه

د نږدې یوې اونۍ راهیسې د عراق د موصل ښار د جګړې په اور کې سوځي. د داعش ضد ائتلاف او دغې ډلې تر منځ جګړه کې «اسلامي دولت» ډلې جنګیالیو ملکي خلک یرغمل نیولي او تېښته کونکو ته یې د سختو مجازاتو ګواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/2RYHX
Irak Region Mossul Brennendes Öl
د موصول ښار د اور په لمبو کي سوځيانځور: Getty Images/AFP/Y. Akgul

د عراق له پاره د اوکسفام بین المللي سازمان سیمه ييز مشر اندریس ګونسلیز رودریګوڅ، د اټکلونو له مخې په موصل کې د پوځي عملیاتو د پیل راهیسې ۱۰ زره انسانان په اصطلاح د «اسلامي دولت» ډلې له لوې سنګر څخه په تیښته بریالي شوي دي.

رودریګوڅ، دویچه ویله ته ویلي دي چې تر اوسه یوازې هغه سیمې د «اسلامي دولت» ډلې څخه آزاد کړای شوي دي چې د اوسیدونکو شمیر يې ډیر کم دی. دا چې جګړه د ښار لورې ته نږدې کیږي نو د کردستان په اربیل ښار کې مستقر رودریګوڅ، په راتلونکو دریو اونیو کې د ۲۰۰۰۰۰  وګړو د مهاجرت اټکل کوي.  

رودریګوڅ غواړي واضحه کړي چې د هغه له پاره عملیات د اکتوبر میاشتې په ۱۶ نه، بلکې د مارچ په میاشت کې لا پیل شوي ول. د اکسفوم د دغه استازې په خبره په هغه وخت کې عراقي حکومت غوښتل چې موصل ښار ته ټولي تلونکي لارې خلاصې کړي چې د دغې جګړې له امله ۱۵۰ زره انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول. تر اوسه پورې تر ۳ میلونو ډیر عراقیان بې ځایه شوي دي چې دغه لړۍ به نوره هم ادامه پیدا کړي.

د تیښتې سزا مرګ

د هرې ورځې په تیریدو سره په موصل کې د عملیاتو په ترڅ کې پر ملکي خلکو د ژوند کړۍ تنګیږي. موصل چې تر یو میلیون ډیر اوسیدونکي لري، ډیر شمیر یې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې له خوا یرغمل نیول شوي دي. داعش غواړې چې له دغو خلکو څخه د انسانې سپر په توګه استفاده وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویاندې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی دی چې د IS یا داعش ډلې جنګیالیو خپلو تاسیساتو ته له نږدې کلیو څخه ۵۵۰ کورنۍ ښار ته انتقال کړي دي.

په چتهام هاوس، کې د عراقي چارو کارپوه ریناد منصور له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه شرکت یا څوک چې د تیښتې هڅه کوي او یا په دې شک نیول کیږي د «اسلامي دولت» ډلې له خوا ډیر سخت مجازات- حتی د مرګ په سزا محکومیږي. منصور زیاتوي چې که یو څوک په تیښته بریالی هم شي نو مشکلات پای ته نه رسیږي.

دغه خلک چې دوه نیم کاله یې د داعش تر ولکې لاندې ژوند کړی دی د مهاجرت پر ستونزو سربیره د عراقي حکومت او کردي چارواکو د بې اعتمادۍ له ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

منصور په دې اړه وضاحت ورکوي چې: «مهاجر باید د څارنې او نظارت له یوې سختې پروسې څخه تیر شي.» نوموړی زیاتوي: «د عراق رهبري او کردان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د «اسلامي دولت» جنګیالي د مهاجرو په منځ کې ځان را تیر نه کړي. په لومړي سر کې تر ۱۴ کلونو د پورته عمر درلودونکي نارینه په ځانګړو مرکزونو کې ارزیابې کیږي. مخکې تردې چې دوی ته د کډوالو په کمپ کې له خپلې کورنۍ سره د یوځای کیدو اجازه ورکړل شي، باید د فلوریان ګوتشاک، تائید ترلاسه کړي. ګوتشاک، په اربیل کې د THW  تخنیکي مرستو د همغږې کونکي په توګه دنده ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو پورې اړوند مختلفې ادارې او غیردولتي سازمانونه لکه  سورصلیب او اوکسفام د دغو عملیاتو په ترڅ کې د لا زیاتو مهاجرو د راتګ له پاره تیارۍ نیسي.

د اوکسفام کارمند رودرینګوڅ، د روان کال په جریان کې د رمادي او فلوجه ښارونو بیرته نیول کیدو ته په اشارې سره وایې چې سړی د تیرو وختونو له تیروتنو زده کړه کوي. په هغه وخت کې  سازمان ورکونې او په سیمه کې د مرستندویه موادو نشتوالي ستونزه موجوده وه.

پرورته موضوع انځورونه زموږ د آرشیف څخه