1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موبايل کوم پروګرامونه مکالمات محرم ساتي؟

۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

ډیر شمیر کسان د تلیفون له لارې له خپلو ملګرو او کورنیو سره داسې موضوعات شریکوي چې نه غواړې بل څوک پرې پوه شي. خو ایا پوهیږئ چې کوم اپلیکشنونه ستاسو پیغامونه، غږ او انځورونه تر نورو ډیر خوندي ساتي؟

https://p.dw.com/p/1IRCn
انځور: Getty Images/AFP/B. Ismoyo

د لنډو پیغامونو په اپلیکشنونو کې متن ته کود ورکول يا په اصطلاح د هغوی اينکريپټ کول، د دې مخه نیسي چې استخباراتي سازمانونه د وګړو پرخبرو څار و نه شي کړای. اوس هم ځینې داسې د لنډو پیغامونو استولو اپلیکشنونه شته چې په واسته یې استول شوي پیغامونه یوازې استوونکي او اخیستونکي لیدلای شي.

ویکر «Wickr»

دغه اپلیکشن په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوی. دغه اپلیکیشن محرمیت یو نړیوال بشري حق بولي او وایي د دې په خاطر چې څوک یې د کاروونکو خبرې و نه څارلی شي نو د دې اپلیکشن له لارې استول کیدونکو خبرو اترو ته څو بیلابیل ډوله کودونه ورکوي.

تیلیګرام Telegram

ویل کیږي چې د هغو کسانو چې په پاریس کې د تیر کال د نومبر میاشتې په دریمه نیټه بریدونه ترسره کړل له تلیګرام اپلیکشن څخه کار اخیسته. دغه پروګرام د کودونو دوه مرحلې لري. کاروونکي کولای شي چې د «محرمو مکالماتو» امکان له انتخابولو سره خپلې مکالمې په بشپړه توګه محفوظې کړي.

وتس اپ Whatsapp

وتس اپ همدا اوس څه نا څه یو میلیارد کارونکي لري او دا چې اوس دغه اپلیکشن د خپلو کاروونکو مکالماتو ته کود ورکوي، ښايي د هغې د کاروونکو شمیر لا پسې زیات کړي.

فیستایم او مسجز Messages and FaceTime

اپل له ډیر وخت راهیسې د خپلو کاروونکو له محرمیت څخه دفاع کوي. په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د دولت په یوه بربنډ شوي سند کې راغلي وو چې د اپل شرکت د محصولات لرونکو تر منځ د «ای مسج» لارې د شویو مکالمات څارنه ناممکنه ده.

سیګنال Signal

دا یوه مفته او امنه اپلیکشن ده. د دې اپکلیشن له لارې کاروونکي کولای شي یو له بل سره خبرې وکړې او یا هم لنډ پیغامونه واستوي. دغه اپلیکشن په iOS او Android سیستمونو کې ثبتیدای شي.

سایلنت Silent

دا یو بل ډیر امن اپلیکشن دی ځکه د دغه پروګرام شرکت پخپله هاردویر او سافویر جوړوي. د دې اپلیکشن او هغه ته د ځانګړو اپلیکشنونو جوړوونکي ادعا کوي چې د هغوي پروګرام او تلیفون داسې دیزاین شوی دی چې تر هر څه دمخه د کاروونکي محرمیت تضمین کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب