1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرینو کړکیچ په اړه د آلمانیانو اندیښني

ستار جهش/ اژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۶, دوشنبه

یوه نوې ټولپوښتنه ښيي چې آلمان او د اروپا نورو هیوادونو ته د ډیر شمیر کډوالو او مهاجرو راتګ د آلمان د خلکو تر ټولو لویه اندیښنه ده.

https://p.dw.com/p/1HIXO
Flüchtlinge München Ankunft Bayern
انځور: dpa

په شتوتګارت ښار کې د هوهنیهایم پوهنتون له خوا د تر سره شوې ټولپوښتنې د درې برخو ګډونکوونګو څخه دوه برخې یې وايي چې د مهاجرینو کړکیچ په اندیښنه کړي دي.

د رادیکال اسلامي تروریزم ګواښ د ګډونکونکو دویمه اندیښنه ده او ۴۴،۷سلنه پوښتل شوو کسانو ویلي دي چې دا د هغوی شخصي انديښنه ده. د دې ټولپوښتني ډیر شمیر ګډونکونکو د پاریس پیښې ته اشاره کړي ده چې له دې ټولپوښتنې څخه یو څو ورځې دمخه رامنځته شوې وه.

په ورستیو کې د پیګیدا غورځنګ او د آلمان له پاره د بدیل ګوند (AfD) هم د خبرونو سرټکي جوړوي خو د دې ټولپوښتنې له مخې دا یوازې د ۴سلنه ګډونکونکو له پاره د انديښنې وړ ګرځیدلي دي.

اتکل کیږي چې آلمان ته به سږ کال شاوخوا ۸۰۰زره مهاجر ورځي. د پیګیدا غورځنګ او AfD ګوند له خوا د مهاجرو کړکیچ د نوي پلویان د جذب او د مهاجرو پر ضد تګلاري ته د قوت بخښلو له پاره کارول کیږي.

د آلمان په پارلمان کې هم د آلمان له پاره د بدیل ګوند غړو د پیګیدا سره خپله همدردي اعلان کړې ده چې همدا کار یې د دې لامل شوی دی چې د دې ګوند ملاتړي ۱۰سلنه ډیر شي.

له هغو کسانو څخه چې د مهاجرت په اړه انديښمن ول د څلور برخو څخه یوه برخه یې په دې باور ده چې آلمان به و نه شي کولی د مهاجرو کړکیچ کابو کړي همدا راز د پنځو برخو څخه یوې برخې یې د مهاجرو سره همدردي ښودلي ده.

همداراز د دي سایت په نامه خبري اوونیزي مجلې د یوې ټولپوښتنې پر اساس سږ کال د مهاجرو پر استوګنځایونو ۲۲۲سخت بریدونه شوي دي چې د څلور پیښو لاملین محکوم شوي دي.

د دې مجلې په رپوټ کې راغلي دي: «که چیري حکومت په رښتیا غواړي چې د قانون په ټول توان سره عمل وکړي نو باید د اوسني حالت په پرتله خپلي هڅي زیاتې کړي.»

آلمان ته د ډیر شمیر مهاجرو د رسیدو له کبله د پیګیدا او AfD ملاتړې هم ډیر شوي دي چې د آلمان حکومتي چارواکي یې هم په اندیښنه کړي دي. دا غورځنګونه له حکومت څخه غواړي چې نور مهاجرو ته پناه ورنکړي او همدا راز د پرانیستو دروازو تګلارې ته هم د پاې ټګۍ کیږدي.