1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو کمپ په اورلګيدنه کې درې تنه مړه شوي

۱۳۹۶ تیر ۱۲, دوشنبه

د لبنان په ختيځ کې د سوريايي مهاجرو په یوه کمپ کې د اورلګيدنې په پيښه کې لږ ترلږه درې مهاجر مړه شوي دي. امنيتي چارواکي وايي چې د اورلګيدنې دليل تر اوسه ندی معلوم.

https://p.dw.com/p/2fqow
Syrien Flüchtlinge Libanon
انځور: UNICEF/Ramzi Haidar

د لبنان روغتيايي چارواکي وايي چې د البقاع په نوم سيمه کې د مهاجرو يو کمپ اور اخيستی چې ترڅ کې يې درې تنه مړه شوي او يو بل سخت ټپي دی. ياد کمپ د کعب الیاس په نوم سيمې ته نژدې پروت دی. د مهاجرو په حواله، په وژل شويو کې يو ماشوم هم شامل دی.

نړيوال سور صليب سازمان بيا وايي چې د اورلګيدنې په دغې پيښه کې يو کس مړ شوی او شپږ تنه نور ټپيان دي. په کمپ کې ميشت شاوخوا ۷۰۰ مهاجر له پيښې وروسته بل خوندي ځای ته ليږدول شوي دي. سره صليب په پيښه کې د وژل شوي او ټپیانو د وضعيت او د هغو دعمرونو په اړه څه ندي ويلي.

د لبناني تلويزيون له خپرو شويو تصويرونو څخه داسې ښکاري چې د اورلګيدنې د مخه يوه چاودنه شوي وي. خو دا لا واضح نده چې چاودنه د بارودو وه يا د ګازو د کومې ډبې.

د رويټرز خبري آژانس له يوې ويډيو داسې ښکاري چې په دغې اورلګيدنه کې ټول کمپ له منځه تللی وي. په دغه کمپ کې ۹۳ خيمې ولاړې وې چې له هغو څخه يوازې لس يې روغې پاتې دي. د يوه سوريايي مهاجر په وينا چې د سوځيدلي کمپ ډیری مهاجر د الرقه ښار اوسيدونکي دي. الرقه د سوريې هغه ښار دی چې «اسلامي دولت» يا داعش تروريستي ډلې په کې خپل د خلافت مرکز جوړ کړی دی.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې وياند دانا سليمان وويل چې د اورليګدنې له امله د اوښتو زيانونو په اړه د معلوماتو راټولو ترڅنګ به پر دې هم تحقيقات کوي چې اورلګيدنه په څه دليل رامنځته شوې ده.

د سليمان په وينا، لمړني معلومات ښيي چې اورلګيدنه د يوې بخارې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې خو دا لا هم يقيني شوې نده. دانا سليمان دا هم وويل چې د لمړنيو چارو تر بشپړيدو سره سم زيانمنو مهاجرو ته د مرستو رسولو پروګرامونه پیل شوي دي.

په لبنان کې يو اعشاريه دوه ميليونه مهاجر ژوند کوي، چې ډيری يې د هيواد په ختيځو سيمو په موقتي کمپونو کې ميشت دي.