1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په برخه کي د ترکيې پر وړانديز سختي نيوکي

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

د پناه غوښتني پلوي سازمان (پرو ازول) د مهاجرت کړکېچ سره په مبارزه کي د ترکيې حکومت نوی پلان سخت غندلی او رد کړی دئ. ترکيې ويلي دي چي دوی به يونان ته تازه رسېدونکي مهاجر بيرته ومني او ډېر به بيرته خپلو هيوادونو ته ولېږي.

https://p.dw.com/p/1I8ys
انځور: picture-alliance/dpa/S. Lecocq

د پناه غوښتني پلوي سازمان پرو ازول مشر گونتر بورکارد، د دوشنبې په ورځ په بروکسل کي د مهاجرو په اړه د اروپايي ټولني او ترکيې تر غونډي وروسته فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «دا يو شيطاني وړانديز دی چي د يوه انسان ژوند د بل په هغې لوبوي.»

هغه ويلي دي چي اروپايي ټولنه بايد په دغي «زهرجني مڼې» غاښ ونه لگوي.

بورکارد خبرداری ورکړی چي د داسي هيوادونو لکه افغانستان او عراق مهاجر بايد د سوريايي مهاجرو قرباني نه سي: «دا يو غير اخلاقي او غير قانوني کار دئ.»

هغه ټينگار کړی دئ چي د هر يوه مهاجرت ځان ته دلايل لري. بورکارد دغه راز زياته کړه چي پر دې سربيره ترکيه يو «دريم خوندي هيواد» هم نه دئ.

ترکيې د دوشنبې په ورځ په بروکسل کي له اروپايي ټولني سره په غونډه کي نوی وړانديز وکړ. د ديپلوماتانو د معلوماتو له مخي، ترکيه تيار دئ چي يونان ته ټول نوي رسېدونکي مهاجر بيرته ومني. د دې په بدل کي بايد اروپايي ټولنه ترکيې ته د بيرته لېږل سوي هر يوه مهاجر په بدل کي يو بل له ترکيې څخه ومني.

په دې سره به نو ډېرو مهاجرو ته دا فکر پيدا سي چي يووار بيا د آژه درياب له لاري يونان ته د رسېدو تلاښ وکړي، ځکه سوريايي کډوال به د بيرته راگرځېدو په صورت کي په دې تمه وي چي اروپايي ټولني ته به بيا د قانوني سفر په تمه وي.

ترکيې ويلي دي بې له سوريايي مهاجرو به نور مهاجر بيرته خپلو هيوادونو ته ولېږي.