1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په بحران کي نړۍ آلمان ته په کوم نظر ګوري؟

شوستر/ا.ا۱۳۹۵ شهریور ۲, سه‌شنبه

د مهاجرو په تړاو د آلمان سياست په نړيواله توګه د خبرونو سرټکي وگرځېد. دغه سياست په نړۍ کي د آلمان حيثيت ته هم بدلون ورکړ. دا چي څنګه په دغه مطلب کي يې ولولئ.

https://p.dw.com/p/1JnJc
Deutschland Flüchtlinge bei Wegscheid
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل د مشهوره جملې «موږ يې تر عهدې وتلای سو» يو کال بشپړ کيږي. دغه جمله وه چي د سونو زرو مهاجرو پر وړاندي د آلمان د سرحدونو د خلاصېدو لامل سوه. خو په تيرو مياشتو کي د آلمان دننه د دغې جملې د مخاليفينو شمېر زیات سوی دی.

دغه تنقيد کوونکي وايي چي د «مهاجرو سېلاب» د آلمان تر امکاناتو ډېر زيات دی او دا چي په آلمان کي د مهاجرو د زیات راتګ له کبله د ښې اړخو په تاوتريخوالي کي زياتوالی راغلی او د افراطي اسلامپالو په نوم ترهګري هم آلمان ته رسېدلې ده.

خو تر آلمان دباندي د مېرکل دغه جمله د آلمان د حيثيت او وقار د لا زياتېدو سبب ګرځېدلې ده. دا په داسي حال کي چي تر مخه آلمان ته د يو اقتصادي ځواک، د ناټو د غړو هيوادونو کلک ملاتړی او يو تاريک تاريخ لرونکي هيواد په توګه کتل کېدل.

اروپايان څو کاله پرله پسې لاس تر زني لاندي ناست ول او عمل يې نه کاوه. خو په مديترانه کي له افريقا څخه د راتلونکو پناه غوښتونکو وضعه د لا خرابېدو په حال کي وه. دغه بد حالت د ۲۰۱۵م کال په دوبي کي خپل اوج ته ورسېد چي په نتيجه کي یې د پناه غوښتونکو په ډوبېدونکو کښتيو کي زياتوالی راغلی او په هنګري کي نور د مهاجرو له پاره ځای نه ؤ، او د هنګري د پوله ساتونکو له خوا پر مهاجرو د تاوتريخوالي په پيښو کي زياتوالی راغلي.

په داسي يو حالت کي آلمان او فرانسې د «دبلين دوه» تړون وځنډاوه او خپلې پولې يې د مهاجرو په وړاندي پرانيستلې. خو د سوريايانو تر څنګ له نورو هيوادونو څخه په تېښته کي مهاجرو هم دغه د راتلو او ښه راغلاست يو دعوت تعبير کړ.

«د اروپا دوه مخيتوب کم سو»

په قطر کي د نړيوالو او سيميزو څېړنو د مرکز رئيسه مهران کامرافا وايي چي په ټول منځني ختيځ کي د آلمان په وړاندي مثبت احساسات زيات سوي دي. د دغې کارپوهې په وينا دا په داسي حال کي چي په ياده سيمه کي اروپايي هيوادونو ته د دوه مخو په سترګه کتل کيږي چي له يو اړخه يې د بشري حقونو خبري کولې او له بل اړخه يې خپله خبره نه عملي کوله. کامرافا له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل چي مهاجرو ته د ښه راغلاست ويلو له کبله د «دوه مخيتوب» تور حد اقل د آلمان په وړاندي کمزوره سوی دی.

د افريقا په ستره وچه کي هم د آلمان په هکله مثبت افکار زيات سوي دي. دا په داسي حال کي چي آلمان ته راتلونکي زيات مهاجر له افريقايي هيوادونو دي. په سويلي افريقا کي د امنيتي چارو په تړاو د څېړنو د مرکز کارپوهه ليسل لو فاودران دويچه ويله ته په مرکه کي وويل: «د اروپا د قلعې مفکوره خو دا وه چي هر څه وسي تر څو د مهاجرو مخه ونیوله سي.» دغه کارپوهه وايي چي کله چي آلمان او فرانسې خپلي پولي پرانستلې، نو د اروپا د قلعې د مفکورې په تړاو په افريقا کي د خلکو په نظر کي بدلون راغلی.

خو ليسل لو فاودران زياتوي چي له کوم وخت راهيسي چي د مهاجرو په وړاندي په سياست کي بېرته پرشاتګ سوی او اروپايي پولې بېرته تړل سوي، نو په افريقا کي په تنقيدونه کي هم زياتوالی راغلی دی.

ټيکاو راوړونکی آلمان

آلمان د بهرنيو چارو د سياست په ترڅ کي د خپلو مهمو شريکانو په وړاندي هم د خپل بشري سياست له کبله زيات اهميت پيدا کړ. آلمان نه يوازي په اروپا کي دننه، بلکي په نړيواله توګه د خپلو نورو ټولو شريکانو په وړاندي د مهاجرو په سياست کي يو مثال ګرځېدلی دی. دا چي دغه شريک هيوادونه دغه موضوع ته په مثبته او که په منفي توګه ګوري، پکښي د هيوادونو تر منځ فرق موجود دی.

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر د بېلګي په توګه د مهاجرو په سياست کي آلمان يو «داسي ملګری هيواد چي ورباندي حساب کېدلای سي» بللی دی.

په هارورډ کي د «دپلوماسۍ د راتلونکي» په نوم پروژې مسؤله کارپوهه کاترين کليوفر وايي چي «اوس تر بل هر وخت د لوېديځو هيوادونو تر منځ د سياسي فيصلو په ترڅ کي د يووالي او شراکت اهميت ډېر زيات دی.» د دغې کارپوهي په وينا نه يوازي اوباما په دغه تاريخي مهم پړاو کي آلمان پر درست اړخ بولي، بلکي د امريکا د متحدو ايالاتو ولس هم د مېرکل د بشري روحيې څخه خوشال دی. خو دغه کارپوهه وايي چي له ترکيې سره د مهاجرو په تړاو تړون البته د زیاتو امريکايانو له خوا په تنقيد سره ليدل کيږي.

په اروپايي اتحاديه کي د ميرکل پر رول بحثونه

انګېلا مېرکل د نړۍ په زياتو برخو کي د آلمان هممانيزه ګرځېدلې ده. مېرکل ته يو شمېر کسان د يوه داسي ديني عالم د لور په توګه ګوري چي د فيزيک کارپوهه ده او د ضمير احساس لري. خو يو شمېر نور بیا مېرکل ته د يوې سړې محاسبه کوونکي او پر واک ميني «د اروپا د ملکې» په توګه ګوري.

په دې کي شک نسته چي د انګېلا مېرکل د حکومت درو دورو په اروپايي اتحاديه کي د هغې احترام زيات کړ. خو د هغې د وروستۍ دورې په تړاو قضاوت به په ۲۰۱۷م کال کي د پارلماني ټاکنو پر وخت په دې پوري زياته اړه ولري، چي هغې د پناه غوښتونکو د سياست په تړاو څنګه پرمختګ درلود.