د مهاجرو پر مرستو بحث
۱۳۹۶ اردیبهشت ۷, پنجشنبهد آلمان آيالاتونه او سيمه ايزي اداري د مهاجرو په سیاست کې بنسټيزو بدلونونو ته اړتیا لري. د آيالاتونو، کلو او بانډو اداري مسول مدیر ګيرد لندزبیرګ د پنجشنبې په ورځ له (ایس وي آر) راډيو سره په خبرو کې وويل:«سياست وال د مهاجرينو له پاره حالت سختوي. دا ناسم کار دی او دغه هر ډول سختوالی پر انساني حقوقو باندې د يو بريد په توګه ليدلای شو.»
دغه راز لاندزبيرګ د بيلګې په توګه د پناه غوښتونکو له پاره د مرستې پر پيسو باندي له بحث او خبرو کولو څخه يادونه وکړه.
اوس پر دې باندي بحث روان دی چې پناه غوښتونکي ته په هغه پناه ځايونو کې چې دوي په يوځايي ډول پکښې ژوند کوي د بريښنا او نوري انرژۍ د لګښت له پاره چې په مياشت کې ديرش يورو ورکول کيږي، اوس دغه پيسې نورې ورنه کړل شوي. دا له عدالت څخه لري ده.
هغه د آلمان له زرغون ګوند څخه غوښتنه وکړه چې د مهاجرو د نوي قانون په خاصه کميټه کي مثبته راي ورکړي. د چهارشنبې په ورځ دغه غونډه پرته له کومې پايلي بلې ورځې ته وځنډيدله.