«د مهاجرو پر ضد ولس لمسوني ته اجازه نه ور کوو»
۱۳۹۵ آذر ۱۵, دوشنبهکله چې د آلمان په فرایبورګ، کې د یوې آلمانۍ محصلې د قتل په تور یو شکمن ۱۷ کلن افغان مهاجر ونیول شو، په انټرنټ کې د مهاجرو په هکله د آلمان د سیاست په باب بحثونه تاوده شول. د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال د دوشنبې په ورځ آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «ډیره ترخه ده چې دا ډول کرکجن قتلونه، تر ټولو په لومړي قدم کې د مهاجرو په شکل له افغانستان او سوریې څخه موږ ته رازي.»
نوموړي زیاته کړه: «موږ به د داسې زورپالونکي جنایت پر وړاندي هیڅ کله ولس لمسوني ته اجازه ور نه کړو، بې تفاوته ده چې دغه جنایت چا کړی دی.»
د مسیحي دیموکرات اتحاد CDU د مشر مرستیالي یولیا لوکنر، نوموړي ورځپاڼي ته ویلي دي: «له بده مرغه په آلمان کې دا ډول ظلمونه چې د خارجیانو له خوا ترسره کیږي کومه نوې پدیده نه ده.»
همدارنګه د دغه ګوند د کورنیو چارو کارپوه شټیفن مایر، په دغه هیواد کې په عمومي توګه ټول مهاجر ترشک لاندې نیولو څخه خبرداری ورکړی دی.
د اکتوبر میاشتي په نيمايي کې تر جنسې تیري وروسته د دغې نجلې مړی په سیند کې موندل شوی. د طب پوهنځي دغه محصله د پوهنتون له یوه محفل څخه د کور پر لور روانه وه چې د دا ډول جنایت قرباني شوه.
د پولیسو په حواله د پېښې ځای ته نږدې په نصب شوي پټه کمره کې دغه افغان مهاجر لیدل شوی وو. وروسته بیا د پيښې په ځای کې د انسان یو تار ویښته هم موندل شوی وو چې پولیسو شک وکړ دغه ویښته به د قاتل د سر ویښته وي.
د پولیسو په حواله کله چې د دغه ویښته د DNA معاینه وشوه، معلومه شوه چې دا د هم هغه مهاجر د سر ویښته دي چې د دغې محصلې له وژل کیدو څخه لږ مخکې د پيښې په ځای کې لیدل شوی وو. په اکتوبر میاشت کې د دغې نجلې جسد په یوه سیند کې موندل شوی وو چې وروسته بیا پولیسو په دې هکله څیړنې پيل کړي دي.
دغه شکمن کس په ۲۰۱۵ کال کې د (قانوني سن ته نه رسیدلي بې سرپرسته) مهاجر په توګه آلمان ته راغلي وو او له هغه وخت راهیسې له یوې آلمانۍ کورنۍ سره اوسیږي. د تحقیق کونکو په حواله دغه افغان مهاجر چې د جمعې په ورځ نیول شوی، تر دې دمخه یې هیڅ ډول جرم نه دی کړی.
نور مطالب: