د مهاجرو محدود راتگ ځينو ښارونو ته د نفس کښلو موقع ورکړې ده
۱۳۹۷ فروردین ۱۵, چهارشنبهددغه ښار یوې ویاندي وویل، چي د اکتوبر څخه تر جنورۍ میاشتي پوري اعدادو ته په کتو سره د میاشتي په متوسط ډول ۲۲ مهاجر راغلي دي. تر هغه نیم کال دمخه د میاشتي په متوسط ډول ۱۰۰ او په ۲۰۱۶م کال کي د میاشتي ۱۹۰ تنه راغلي وه.
د زالڅ گیتر ښاروال فرانک کلینگه بیل، د آلمان خبري آژانس- dpa ته وویل، چي «د مهاجرو کمول یو عاجل ضرورت وگرزید او لومړني محدودیت هم وښوول، چي هغه اغیزه کړې ده.»
د ۲۰۱۷م کال په مني کي د نیدرزاکسن ایالت، د مهاجرو لوړ شمیر ته په کتو سره په دغه ښار کې قبول سوو پناه غوښتونکو ته یو کومکي پروگرام تصویب کړ، چي هغوی ته یې پر نوو مځکو باندي د کورو جوړیدلو زمینه برابره کړه. د تیر کال د نوامبر مياشتي له نیمايی څخه ددغه ایالت د دوو نورو ښارونو له پاره هم د مهاجرو د محدودیت مقرره د اعتبار وړ وگرځېده. په دغو ښارونوکي هم اوس د مهاجرو تعداد راکم سوی دی.
د نیدرزاکسن ایالت ددغو ښارونو په سرمشق نورو ایالتونو هم د مهاجرو د ورتگ د محدودیت مقررات تطبیق کړي دي. د زاکسن ایالت د فرایبورگ ښار د مثال په ډول نه غواړي د څلورو کلونو له پاره یو مهاجر لا هم ومني.
د راین لنډ فالڅ ایالت د پریماسن ښار غواړي د ایالتي حکومت په تفاهم حتی قبول سوي پناه غوښتونکي چي کار ونه لري او یا د تحصیلي او مسلکي زده کړو ځای ونه لري، هم بند کړي.