د مهاجرو لمړنۍ ليږدونکې کشتۍ اسپانيا ته داخل شوه
۱۳۹۷ خرداد ۲۷, یکشنبهپه آکواريوس کشتۍ کې د سپرو مهاجرو لمړنۍ ډله، وروسته د يوې اوونۍ سرګردانۍ او لالهاندۍ، نن یکشنبه د جون شپاړسمه، د اسپانيا والنسيا بندر ته ورسيدله.
دغه افراد تيره اوونۍ د آکواريوس کشتۍ په مرسته د ليبيا په اوبو کې له ډوبيدو ژغورل شوي ول. د آکواريوس کشتۍ د مهاجرو تر ژغورنې وروسته د ايتاليا او مالتا هيوادونو تر منځ په شاوخوا ۱۵۰۰ کيلومترۍ کې په سرګردانه او لالهانده حالت کې پاتې وه. ايتاليا او مالتا هیوادونو دواړو په دغې کشتۍ د سپرو مهاجرو له منلو ډډه وکړه، بلاخره اسپانيا د دغو مهاجرو له منلو سره موافقت وکړ.
ژغورل شوي مهاجر په دوو ډلو وويشل شول چې لمړنۍ دا يې نن سهار (یکشنه د ۲۰۱۸م کال د جون ۱۷مه) د ايټاليا د ساحلي ساتونکو په يوه کشتۍ کې د اسپانيا والنسيا بندر ته ورسول شوه. په پام کې ده چې دوهمه ډله يې هم نن تر غرمې وروسته دغه بندر ته ورسيږي. د ۴۷۰ تنه ژباړونکو په ګډون، له ۲۳۲۰ څخه ډير مرستندويان دغو مهاجرو ته انتظار په حال کې دي.
ياد ۶۲۹ تنه مهاجر د روانې مياشتې (جون) په ۹مه، په سمندر کې د فرانسوي مرستندويه سازمان «SOS Mediterranée»، د څو عملياتو په لړ کې وژغورل شول. د دغه سازمان په وينا، په د ژغورنۍ په عملياتو کې د ايتالیا سمندري ځواکونو يو شمير کشتيو هم برخه واخیستله او مهاجر يې تر ژغورنې وروسته آکواريوس کشتۍ ته وليږدول.
د ياد سازمان په وينا ژغورل شويو مهاجرو کې ۱۲۳ بې سرپرسته او له ۱۸ کلونو د ښکته عمر درلودونکي ماشومان، ۱۱ تنه د ډير لږ عمر ماشومان او ۷ تنه حامله ښځې هم شاملې دي.
ايتاليا حاضردمه خپلو بندرونو ته مهاجرو سره مرستندويه آلماني کشتيو د داخليدو ممانعت کړی دی. د ايتاليا له لوري د آکواريوس کشتۍ د مهاجرو د نه منلو اقدام، د فرانسې په ګډون د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو له خوا تر سختو نيوکو لاندې نيول شوی دی.
د مهاجرتونو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: