1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو له پاره د ژباړونکو د روزني پروګرام عملي کیږي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د مهاجرو او کډوالو په چارو کې د آلمان فدرالي اداره هڅه کوي چې د مهاجرو د ژباړونکو له پاره یو لړ روزنیز پروګرامونه عملي کړي. ویل کیږي چې اوس له ټولو ۵۸۰۰ ژباړونکو څخه یوازې ۶۲۰ تنه یې مسلکيان دي.

https://p.dw.com/p/2y43o
Paderborn Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: DW/S. Pabst

د مهاجرو او کډوالو په چارو کي د آلمان پر فدرالي ادارې (بامف) باندي د نیوکو له لړۍ سره هم مهاله، دغي ادارې ويلي دي چې دوی د ژباړونکو د کاري ظرفیت د لوړولو له پاره د روزنې پروګرامونه عملي کړي دي. د آلمان په هسن ښار کې د فونکه رسنۍ د یوه رپوټ په حواله، اوسمهال د بامف ادارې له ټولو ۵۸۰۰ ژباړونکو څخه یوازې ۶۲۰ تنه یې د رسمي او مسلکي ژباړونکي سندونه په لاس کې لري.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې هغه وخت چې اروپايي ټولنه او تر ډیره پورې آلمان د ډيرو مهاجرو د راتګ له کړکیچ سره لاس او ګریوان وو، د مهاجرو او کډوالو په چارو کي د آلمان فدرالي ادارې، ډېر غیر مسلکي کسان د ژباړونکو په توګه په دندو وګومارل، څو د پناه غوښتنې د بهیر په برخه کې ترې د ژباړونکي په توګه کار واخلي. ویل کیږي چې د دې کسانو ډير یې غیرمسلکي ژباړونکي ول.

اوس ياده اداره د آلمان د ژباړونکو له ټولنې سره په ګډه د خبرو د شرایطو، کاري اخلاق او د پناه غوښتنې اړوند چارو پرمخ بیولو په هکله پنځه ورځنی روزنیر پروګرام پیل کړی دی. په دې پروګرام کې تر اوسه پوري ډېرو ژباړونکو برخه اخیستې او دغه لړۍ ادامه لري.

د آلمان د ژباړونکو ټولنې ویلي دي چې تر اوسه پورې یې دغه راز ۹ روزنیز پروګرامونه بشپړ کړي دي او له دې لارې یې ډېرو ژباړونکو ته نوي مهارتونه ور انتقال کړي دي. سربیره پر دې دغه ټولنه د آلمان په بامف اداه کې د خورا لږ مسلکي ژباړونکو د شتون له امله خپله اندیښنه هم څرګندوي.

د مهاجرو او کډوالو په چارو کې د آلمان فدرالي ادارې د روان کال په اپریل میاشت کې له ۲۰۰۰ غیرمسلکي ژباړونکو سره خپله کاري اړیکه هم پرې کړې او هغوی یې له دندې لیري کړي دي. د دې کار دلیل د ژباړونکو نه بې پریتوب او همدا راز د کاري معیار نه شتون په ګوته شوی دی. سربیره پر دې، ان د بریمن ښار د بامف په اداره کې د فساد په پيښه کې هم یو ژباړونکی ښکیل دی.

زموږ له آرشیف څخه: