د مهاجرو له پاره به فوق العاده پروگرام تمديد نه سي
۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبهلکه څرنگه چي آلمانۍ ورځپاڼي «راینشه پوست» نن دوشنبه رپوټ ورکړی دی،«حکومت د ۲۰۱۹م کال په بودجه کي د مهاجرو په اړه د داوطلبانه ایالتي خدماتو پروگرام له پاره هیڅ بودجه نه ده پلان کړې.» دغه جواب، حکومت په پارلمان کي د زرغون گوند د یوې پوښتني په جواب کي ورکړی وو.
دا په داسي حال کي ده چي ۱۹ مدني ټولنو په یوه ليک کي د جرمني له فامیلي چارو وزارت څخه غوښتي دي، چي د داوطلبانه ایالتي خدماتو پروگرام ته په راتلونکي کال کي هم ادمه ورکړي. په دې ډول سره نوکیدلای سي۵۰۰۰ دوالبانه کارځایونه وساتل سي.
د زرغون گوند سیاستمداري انا کریستمن ویلي دي، چي که حکومت ددغه فوق العاده پروگرام له پاره پیسې منظوري نه کړي، نو دا به د ادغام په برخه کي د حکومت پر سیاست باندي هم منفي اغېزه وکړي.
دغه فوق العاده پروگرام هم جرمنیانو او هم هغه پناه غوښتونکو ته چي یا قبول سوي او یا د پاتېدو ډیر چانس ولري، امکانات برابروي چي د داوطلبانه ایالتي خدماتو په پروگرام کي برخه واخلي.
دغه پروگرام هغوی ته په اجتماعي، کلتوري، سپورټي، ادغام او یا طبیعي آفاتو په برخه کي د کار کولو زمینه برابروي.
د حکومت د ارقامو پراساس د ۲۰۱۵م کال له ډسمبر مياشتي بيا د سږکال تر می میاشتي پوري په دغه پروگرام کي ۱۱۰۴۰ کسانو برخه اخیستې ده.
تر ټولو ډېر بيا په دغه پروگرام کي په نورد راين ويستفالن ايالت کي ډيرو کسانو (۲۰۰۸کسانو) برخه اخیستې او ترټولو لږ بیا زارلنډ ایالت (۱۴۰).
د۵۹۹۱ کسانو په گډون سره ددغه پروگرام اکثره داوطلبان جرمنيان ول. د خارجیانو ونډه: ۲۳۲۸ سوريايان، ۴۵۶ افغانان او ۲۷۸ عراقيان ول.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 24.05.2018 )