1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د یوې کیشتۍ ۲۲ مسافر مړه شوي

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ تیر ۳۱, پنجشنبه

اروپا ته د مهاجرت په مسیر کې د یوه نارینه په گډون د ۲۱ ښځو مړي موندل شوي دي. دغه کسان له شمالي افریقا څخه د ایټالیا په نیت په یوه ربړي کیشتۍ کې سپاره شوي ول.

https://p.dw.com/p/1JTrq
انځور: Getty Images/AFP/G. Bouys

د رویټرز خبري آژانس د بې سرحده ډاکټرانو نړیوالې سازمان (MSF) او په مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې غیر دولتي بنست SOS په حواله ویلي دي چې د لیبیا په ساحلي حدودو کې د پيښې له قرباني شوي کیشتۍ څخه د ۲۲ مړو جسدونه ترلاسه شوي دي.

ویل شوي دي چې دغه کسان په یوه ربړي کیشتۍ کې سپاره وو چې د پيښې ښکار شول. کیشتۍ د خپل سفر له پیلولو څخه څو ساعته وروسته ډوبه شوی ده.

د چهار شنبې په ورځ په مدیترانه کې د بې سرحده ډاکټرانو یوې کیشتۍ د گزمې پر مهال په دوو کیشتیو کې سپاره مسافر وژغورل. دغه دواړه کیشتۍ یو بل ته نږدې روانې وې چې د پيښې ښکار شول. په دغو کیشتیو کې د ۵۰ ماشومانو په گډون په مجموع کې ۲۰۹ تنه سپاره ول.

خو د (MSF) سازمان ویلي دي چې د یوې بلې کیشتۍ ۲۲ تنه مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې جسدونه یې له اوبو څخه را ایستل شوي دي. د دغه سازمان د لټون او ژغورنې څانگې مشر ژینس پاگوتو وویل: «تر اوسه پورې واضحه نه ده چې څه شوي دي او دغه پیښه څنگه رامنځته شوې وه. خو دغه خلک په ډیر ویرونکي شکل مړه شوي ول.»

د ژینس پاگوټو په خبره: «په ظاهره کې داسې معلومیږي چې اوبه له موبلینو سره گډ شوي وي چې دې بیا لوگۍ پیدا کړی او د لوگي له امله په کیشتۍ کې سپاره کسان بې هوشه شوي وي.» خو نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه پورې په دې اړه کره معلومات په لاس کې نه لري.

د تیرې چهارشنبې په ورځ هم نږدۍ ۴۰۰ تنه د سمندر د دغه خطر لرونکي سفر پر مهال ژغورل شوي
د تیرې چهارشنبې په ورځ هم نږدۍ ۴۰۰ تنه د سمندر د دغه خطر لرونکي سفر پر مهال ژغورل شويانځور: picture-alliance/Pacific Press/A. di Vincenzo

ویل شوي دي چې په دغو کسانو کې اکثره یې د لویدیځ افریقایې هیوادونو نايجیریا او گانا مهاجر ول. مړي په عاجل ډول د ایټالیې د سسلي ټاپو ته انتقال کړای شوي ول.

دا خبره مهمه ده چې د شمالي افریقایې هیوادونو څخه ایتالیا ته د رسیدونکو مهاجرو په شمیر کې زیاتوالې ثبت شوی دی.

ایټالوي چارواکو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ هم د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې تر دوه نیم زرو ډیر مهاجر ژغورل شوي ول، په داسې حال کې چې یوازې یو کس مړ شوی وو.

همدارنگه د تیرې چهارشنبې په ورځ هم نږدۍ ۴۰۰ تنه د سمندر د دغه خطر لرونکي سفر پر مهال ژغورل شوي ول چې ایټالیا ته یې د ځان رسولو هڅه کوله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب