1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو د بېرته لېږد ميعاد اوږديږي»

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ خرداد ۶, پنجشنبه

د اداري چارو د آلمان فدرالي محکمې فيصله کړې چي د دبلين تړون په ړنا کي د مهاجرو بېرته لېږد اوږد ميعاد لرلای سي. دا په هغه صورت کي که پناه غوښتونکی محکمې ته مراجعه وکړي.

https://p.dw.com/p/1IuoQ
انځور: Reuters/M. Dalder

د ډبلين د تړون له مخي پناه غوښتونکي بايد د اروپايي اتحاديې په هغه غړي هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، د کوم له لاري چي اروپايي اتحاديې ته داخل سوی وي. يعني که يو پناه غوښتونکی د الف هيواد له لاري ب هيواد ته داخل سي نو په ب هيواد کي د پناه غوښتنې حق نه لري، بلکه بايد بېرته الف هيواد ته ولېږدول سي او هلته د پناه غوښتنه وکړي.

خو دا هغه وخت ممکنه وي کله چي ب هيواد داسي ثبوت ولري چي اړونده پناه غوښتونکی له الف هيواد څخه ورداخل سوی دی. په زیاته بیا دا امکان هغه وخت زياتيږي کله چي په لومړي هيواد کي د پناه غوښتونکي نوم او معلومات ثبت سوي وي چي دغه معلوماتو ته د اروپايي اتحاديې نور غړي هيوادونه هم لاس رسی لري.

خو د ډبلين د تړون له مخي دویم هيوادونه صرف ۶ مياشتي وخت او ميعاد لري چي دغه پناه غوښتونکی بېرته هغه غړي هيواد ته ولېږدوي، د کوم له لاري چي اروپا ته را داخل سوی وي. که د دغه ميعاد دننه دويم هيواد دغه مهاجر بېرته ونه لېږي، نو بیا يې بايد پخپله د پناه غوښتنې دوسيه وڅېړي.

د آلمانۍ محکمې نوې فيصله

په داسي حال کی چي د کډوالۍ او پناه غوښتنې له پاره د آلمان فدرالي اداره د زيات شمېر مهاجرو د راتګ له کبله تر فشار لاندي ده، نو په بعضو مواردو کي د ډبلين د تړون په ړنا کي د ميعاد دننه مهاجر بېرته هغه اروپايي هيواد ته نه سي لېږلای د کوم له لاري چي اروپا ته راداخل سوی وي. خو د يوې آلمانۍ محکمې نوي فيصلې اوس دغه ميعاد زیات کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۲۶مه نېټه) د آلمان د لايپڅيګ په ښار کي د اداري چارو فدرالي محکمې فيصله وکړه چي ياد ميعاد اوږدېدلای سي. دغه فيصله د يو داسي مراکشي پناه غوښتونکي د دعوې په ترڅ کي سوې چي د ۲۰۱۳ کال په پېل کي له هسپانيې آلمان ته راغلی ؤ او په آلمان کي يې د پناه غوښتنه وکړه. خو آلماني چارواکو دغه کس د شپږو مياشتو دننه بېرته هسپانيې ته ولېږدوی چي بايد هلته د پناه غوښتنه وکړي.

خو د مراکش سره تړاو درلودونکي دغه سړي د جون په مياشت کي بېرته آلمان ته مخه وکړه او په آلمان کي يې په بل نوم د بيا د پناه غوښتنه وکړه. خو دغه موضوع آلماني چارواکو ته روښانه سوه او د هغه د بېرته لېږلو تکل يې وکړ. مراکشي په محکمه کي دعوی وکړه خو اړونده آلمانۍ محکمې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په مياشته کي فيصله وکړه چي دغه سړی بايد بېرته هسپانيې ته واستول سي. دغه پناه غوښتونکي د محکمې د دغه فيصلې پر ضد په دې دليل سره دعوه وکړه چي اوس خو يې و آلمان ته د راتلو شپږ مياشتي تر مخه لا پوره سوي او دا چي اوس يې بايد آلمان د پناه غوښتنې دوسيه وڅېړي. په رشتيا هم بلې محکمې د پناه غوښتونکي دعوی سمه وبلله او د کډوالۍ او پناه غوښتنې له پاره له فدرالې ادارې يې وغوښتل چي د دغه سړي څخه دي د پناه غوښتنه ومني.

اړونده ادارې د دغې فيصلې پر ضد دعوی وکړه چي بالاخره د ۲۰۱۶ کال د می په ۲۶ مه نېټه د آلمان د اداري چارو فدرالې محکمې حتمي پرېکړه وکړه چي د ۶ مياشتو ميعاد اوږديږي، کله چي پناه غوښتونکی محکمې ته مراجعه وکړي. د دغي فيصلې له مخي د هرې محکمې د فيصلې وروسته د ۶ مياشتو ميعاد له سره پيليږي او په دې توګه د کډوالۍ او پناه غوښتنې اداره لا زیات وخت لري چي هغه مهاجر چي له بل اروپايي هيواد څخه ورته راغلی وي، بېرته يې هغه اروپايي هيواد ته ولېږدوي.