1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختیځ تاوتریخوالی او افغانستان کې د داعش ګواښونه

۱۴۰۲ اسفند ۱۹, شنبه

افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې مخ پر ډیریدونکي ګواښونو او د منځني ختیځ جګړې امریکا او متحدین یې تر فشار لاندې راوستلي دي. یوه امریکایي جنرال ویلي چې د منځني ختیځ شخړه افغانستان کې د ګواښونو د زیاتیدو سبب شوی دی.

https://p.dw.com/p/4dL1l
Rotes Meer Houthi US-Kriegsschiff  USS Dwight D. Eisenhower Militäreinsatz Frachtschiffe
انځور: Ruskin Naval/U.S. Navy/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو یوه لوړپوړي قوماندان ویلي دي: «منځني ختیځ کې مخ پر ډیریدونکی تاوتریخوالی چې د ایران له خوا تقویه کیږي، د امریکا له پاره نه زغمل کیدونکی ګواښ ګڼل کیږي او د دې سبب کیږي چې په افغانستان کې د امریکا او لویدیځ پر ګټو د افراطیانو د بریدونو خطر زیات شي.»

د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو مرکزي قوماندان جنرال اریک کوریلا، چې د پنجشنبې په ورځ یې د دغه هیواد په سنا مجلس کې خبرې کولې وویل: «افغانستان او سوریه کې د «اسلامي دولت» پورې تړلو ډلو د بریدو توان او اراده ساتلې ده او کولی شي چې تر شپږو میاشتو په کمه موده کې، بې له هر ډول خبرداري څخه حمله وکړي.»

نوموړي زیاته کړه: «په ډیر احتمال سره دا ډول برید به د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې په اروپا کې وشي، ځکه د متحده ایالاتو خاورې ته د ضربې واردولو له پاره د پام وړ ډیرو منابعو ته اړتیا ده.»

دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي د منځني ختیځ په سیمه کې د تاوتریخوالي ویرونکي انځور وړاندې کړ چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې په اسرائیلو کې تر برید وروسته رامنځته شوی دی. د حماس د برید په پایله کې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي وو او ۲۵۰ تنه نور یې له ځان سره یرغمل نیول ول.

د نوموړي په خبره دغه برید په غزې کې د اسرائیل دوامدارې جګړې او په یمن، لبنان، عراق او سوریې کې د ایران تر ملاتړ لاندې ملیشه ډلو بریدونو اور ته لمن وهلې دی. سربیره پر دې دغه برید د دې سبب شو چې به سره بحیره او عدن خلیج کې د سمندري بیړیو تګ راتګ مختل شي او په ټوله سیمه کې د امریکایي ځواکونو اډې په نښه کړای شي.

متحده ایالاتو په عراق او سوریې کې له څو بریدونو او همدارنګه په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه پر برخمنو حوثیانو له دوامداره بریدونو سره غڅ اخیستنه پیل کړه.

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟

جنرال اریک کوریلا پر افغانستان د خپل هیواد د پوځي نظارت په اړه د سناتور کیوین کرامر د پوښتنې په ځواب کې وویل: «امریکا مجبوره شوه چې خپل استخباراتي او اکتشافي تجهیزات له سیمې [افغانستان] څخه یمن او عراق ته انتقال کړي، څو د احتمالي بریدونو په مقابل کې د خپلو ځواکونو او کښتیو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي.»

نوموړي زیاته کړه چې د یمن حوثي یاغیان چې نږدې هره ورځ په سره بحیره او عدن خلیج کې پر کښتیو بریدونه کوي، د امریکا او د دغه هیواد د متحدینو د غچ اخیستونکو بریدونو سربیره له خپل دغه کار څخه لاس نه اخلي.

نوموړي زیاته کړه سره له دې چې په سوریې او عراق کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمونو ملیشه و د بریدونو مخه نیول شوې ده او له وروستي برید څخه یې یوه میاشت تیریږي، خو سره له دې هم ایران په مالي او تجهیزاتي برخو کې د دغو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندې مشر زیاته کړه: «د اکتوبر د اوومې پيښو نه یوازې اسرائیل او غزه د تل له پاره بدله کړه، بلکې شر غوښتونکو لوبغاړو ته یې داسې شرایط برابر کړل، څو په ټوله سیمه او حتی له سیمې څخه دباندې هم بې ثباتي رامنځته کړي. ایران له هغه څه څخه چې د یوه نسل له پاره یې ورته د فرصت په توګه کتل، د منځني ختیځ شکل د بدلولو له پاره یې ترېنه په خپله ګټه استفاده وکړه.»

یو شمیر سناتورانو له جنرال کوریلا څخه پوښتنه وکړه چې ولې امریکا متحده ایالات د ایران پر وړاندې د هغو له جملې څخه د ایراني کښتیو پر وړاندې چې ملیشه و ته اطلاعات، وسلې او تدارکات رسوي، لا زیات قوي اقدام نه دی ترسره کړی؟

کوریلا وویل چې د ایران مخنیوی تر پوځي حل لارې ډیر څه ته اړتیا لري، خو زیاته یې کړه چې هغه کولی شي په یوې غیر علني جلسه کې په دې اړه لا زیات جزویات وړاندې کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا