1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منځني ختيځ کړکېچن وضعيت

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه

د غزې د پوځي جگړې په جريان کي د اسرائيلو په ستر ښار تل ابيب کي په يوه سرويس کي بم چاودلی دئ. د لومړنيو راپورونو پر اساس يو شمېر انسانان پکښې ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/16nYN
انځور: Reuters

د اسرائيلي خبري رسنيو په حواله په دغه چاودنه کي نزدې لس تنه ټپيان سوي دي، چي د درو تنو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دئ. د راپورونو له مخي چاودنه د تل ابيب ښار د شايول بولوار په سيمه کي په يوه سرويس کي را منځ ته سوې ده.

د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو يوه استازي ويلي دي، چي دا يو تروريستي بريد وو. د اسرائيلو راډيو ويلي دي، فکر نه کيږي چي دا دي د يوه فلسطيني تندلاري له خوا ځانمرگی بريد وي.

ويل کيږي، چي دا کيدای سي يوه ترهگر په دغه سرويس کي بم ايښی وي او خپله تښتېدلی وي.

راپورنه وايي چي په دغه سرويس موټر کي چاودنه د اسرائيلو د دفاع وزارت ودانۍ ته نژدې رامنځ ته سوې ده. د پيښي پړه تراوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې. خو د حماس ډلي دغه بريد پرځای بللی دئ.

په تل ابيب کي دغه چاودنه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي، چي د نړۍ لوړپوړي ديپلوماتان د اسرائيلو او په غزه کي د تندلارو ډلو ترمنځ اوربند وکړي. د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتانياهو سره وکتل او وروسته د مصر پلازمېني قاهرې ته ولاړه.

هيلري کلينتن د اسرائيلو له لومړي وزير سره په خبرو کي تلاښ کاوه چي پرغزې تراډه باندي د اسرائيلي ځواکونو د مځکني بريد مخنيوي وسي. هغې وويل:«په راتلونکو ورځوکي د امريکا متحده ايالات له خپلو شريکانو سره داسي کار کوي، چي په نتيجه کي ئې په اسرائيلو او ټوله سيمه کي امنيټ ټينگ سي، د غزې د خلکو ژوند سم سي او د ټولي سيمي د اوسېدونکو له پاره يوه سوله رامنځ ته سي.»

هغې زياته کړه چي اساسي مسئله په غزې تراډه کي د بحران کمول دي. او په غزې تراډه کي د تروريستي سازمانونو له خوا پر اسرائيلي ښارونو باندي د توغنديو توغول بند سي او عمومي کراري راوستل سي.

له بلي خوا مصري چارواکي په دې تلاښ کي دي، چي د اسرائيلو او حماس ترمنځ اوربند وسي. د حماس ډله چي پر غزې تراډي باندي کنترول لري د سه شنې په ورځ هيله وښوده چي اوربند دي وسي.

د حماس او اسرائيلو تر منځ جگړې د ختمولو له پاره سيمي ته د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري تر څنگ د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون او د عربي هيوادونو مشران رسېدلي دي چي د مصر په مشرۍ د اسرائيلو او حماس ترمنځ د اوربند راوستلو تلاښ زيات کړي.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله د سه شنبې په ورځ په بيت المقدس، راملا او قاهره کي په دې اړه خبري اتري درلودې.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم