1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو نوی منشي اصلاحات غواړي

۱۳۹۵ آذر ۲۳, سه‌شنبه

انتونیو گویترس د ملگرو ملتونو د نوي عمومي منشي په توگه تر لوړې وروسته په واضحو ټکو کې خپله وینا وړاندې کړه او د ځینو ځانگړو حساسو موضوعاتو یادونه یې وکړه.

https://p.dw.com/p/2UBHG
UN Generalversammlung - Antonio Guterres, Vereidigung als Generalsekretär in New York
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lane

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د دغه سازمان نوي عمومي منشي لوړه وکړه. پرتگالي انتونیو گویترس، به د جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه د بانکي مون، ځای ناستی شي.

هغه په خپله لومړۍ وينا کې په دغه سازمان کې د پراخو بدلونونو یادونه وکړه. دغه ۶۷ کلن یادونه وکړه چې «ملگري ملتونه باید ځیرک او اغیزناکه شي.» د ۱۹۳هیوادونو استازو ته هغه خپله وینا چې په فرانسوي، انگلیسي او هسپانوي ژبو وکړه، وویل: «اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې ملگري ملتونه خپلې نیمگړتیاوې وپیژني او د خپل عمل په شکل کې بدلون راولي.»

د ملگرو ملتونو نقش به له سره تعریف شي

انتونیو گویترس چې د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو کمیسارۍ یا یو ان اچ سي آر، مشر هم وو، په خپله وینا کې په ځانگړې توگه د سولې، باثباته ودې او ادارې برخه کې د ریفرمونو د رامنځ ته کولو یادونه وکړه.

د گویترس په خبره ډیر کړکیچونو لکه د سوریې جگړه په پام کې نیولو سره نړیواله ټولنه باید پر پیاوړی منځگړتوب او مخه نیونکي دیپلوماسۍ باندې تکیه وکړي. هغه همداشان وویل چې پر دې سربیره فرعي سازمانونه چې د تروریزم ضد مبارزې چارې پر غاړه لري باید په ښه توگه همغږي شي.

نوی مشر – زړې ستونزي

گویترس د خپلې راتلونکې کارې دورې پر وړاندې د اقلیم بدلون، تروریزم، او مخ پر زیاتیدونکي نړیواله بې عدالتۍ او همداشان د لوږې پر ضد مبارزه د سترو ستونزو په توگه یاد کړل. په دې تړاو هغه د ملگرو ملتونو د سولې پر ماموریتونو انتقاد هم وکړ.

هغه وویل چې شنه خولۍ یا سوله ساتي عسکر زیاتره مهال د سولې د ټینگښت له پاره لیږدول کیږي، چې هغه نه رامنځ ته کیږي. هغه یادونه وکړه چې د سولې او امنیت په تړاو ستراتیژي او ماموریتونو کې هر اړخیزو ریفورمونو ته اړتیا لیدل کیږي.

په خپله وینا کې گویترس د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توگه د دونلد ترمپ ټاکل کیدو او په نړۍ کې د عوامپالو پرمختگ ته هم اشاره وکړه. هغه وویل چې «په نړۍ کې د ډیرو خلکو پر تصمیم باندي ویرې اغیز لرلی دی.» د گویترس په خبره ډیر وگړي نور پر خپلو حکومتونو او نړیوالو ادارو باندې باور نه لري. هغه یادونه وکړه چې اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې اړیکي بیا له سره نوي شي.

هغه وویل چې دنده یې اوس دا ده چې خپلو خبرو ته د عمل جامه واغوندي. د ملگرو ملتونو د جگپوړي چارواکي په توگه عمومي منشي دغه نړیوال سازمان چې ۴۴۰۰۰ کارکونکي لري اداره کوي. که څه هم عمومي منشي له حقیقي سیاسي واک څخه برخمن نه وي خو د نړۍ او سیاستوالو تر منځ د هغه غوښتنې خپل وزن لري.

گویترس تر اوسه لومړنی پخوانی صدراعظم دی چې د ملگرو ملتونو عمومي منشي کيږي. له ۱۹۹۵م کال څخه تر ۲۰۰۲م کاله پورې دغه سوسیالست په پرتگال کې د حکومت مشري پر غاړه لرله. د ۲۰۰۵م کال له جون میاشتې راهیسې د ۲۰۱۵م کال تر دسمبرې پورې هغه د یو ان اچ سي آر مشري کوله.