1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو محکمې د «بوسنیا قصاب» په عمري بند محکوم کړ

۱۳۹۶ آذر ۱, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د جنګي جنایتونو قاضیانو پخواني بوسنیایي سربیايي جنرال راتکو ملادیچ، له ۱۹۹۲څخه تر۱۹۹۵م کاله پوري د بوسنيا د جګړې پر مهال د بشریت پر ضد جنایتونو په ترسره کولو گرم وباله.

https://p.dw.com/p/2o4Yq
Niederlande Urteil Ratko Mladic
انځور: Reuters/P. Dejong

پخوانۍ بوسنیایي-سربی قوماندان راتکو ملادیچ، د بشریت پر ضد جنایتونو، جنګي جنایتونو او عام وژني په تورونو ګرم بلل شوی دی. هغه په ۱۹۹۵م کال کي په سربرينيڅا کې په عام وژنه مجرم بلل شوی دی. په دې اړه د ملګرو ملتونو د جنګي جنایتونو محکمې د چهارشنبې په ورځ خپله پریکړه اعلان کړه.

په دې ترتیب سره نو د ملګرو ملتونو دغې محکمې ملادیچ په عمري بند محکوم کړ. پر ملادیچ باندې ۱۱ تورونه لګیدلي ول چې لس پرې ثابت شول. د ملادیچ تر ګرم بلل کیدو وروسته، قاضي الفونس اورې، وویل: «د دغو جرمونو د ترسره کولو په خاطر، دغه محکمه راتکو ملادیچ په عمري بند محکوموي.»

د محکمې د پریکړي د اعلان پر مهال ۷۵ کلن ملادیچ نیوکې وکړې او غوسه یې وښوده، له همدې کبله هغه د محکمې له خوني و ايستل شو. د ملادیچ مدافع وکیلانو هڅه کړې وه چې د هغه د وینې د فشار د لوړیدو له کبله، دغه پریکړه وځنډوي. مدافع وکیلانو ویلي ول چې پر ملادیچ درې وارې د زړه حمله راغلي او اوس هم ناروغ دی.

Bosnien Herzegowina eine bosnische Frau reagiert in Potocari auf das Urteil von Ratko Mladic in Den Haag
د سریبرنیکا د له عام وژنې څخه ژوندي پاتې شوي کسان.انځور: Reuters/D. Ruvic

اوس چې محکمې په دې اړه خپله پریکړه اعلان کړې ده، د ملادیچ وکیل ويلي دي چې د پریکړې پر ضد به اقامه دعوا وکړي.

د سربرينيڅا پیښه عام وژنه وبلل شوه

دغې محکمې همداراز د چهارشنبې په ورځ د نزدې ۸۰۰۰ بوسنيايي مسلمانو د نارینه وو او هلکانو وژل، عام وژنه وبلله. دغه عام وژنه په اروپا کې تر هولوکاست وروسته، تر ټولو لوی ظلم بلل کیږي.

څارنوالانو پر ملاديچ او د هغه پر سیاسي متحد رادوان کراجیچ، تور ولګاوه چې د قومي پاکوونې پر اساس یې له هغو سیمو څخه چې سوني سربیانو یې ادعا لرله، د مسلمانو بوسنیایانو او بوسنیایي کرواتانو د «دایمې له منځه وړلو» هدف لاره.

د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو کمیشنر زید رعد حسین، د ملادیچ په اړه د پریکړې هرکلی وکړ او هغه یې د عدالت له پاره لویه بریا وبلله. آلمان هم د پریکړې هرکلی وکړ. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د ترسره شویو جرمونو د تصفیې پر لور یو مهم ګام دی.

د بوسنیا قصاب په عمري بند محکوم شو

ملادیچ پر ځان باندي لګیدلي ۱۱ تورونه چې پکښې قتل عام، جنګي جنایتونه او د بشریت پرضد جرمونه شامل ول، رد کړي دي. دغه جرمونه د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو تر منځ د بوسنیا د جګړې پر مهال شوي ول چې له کبله یې ۱۰۰ زره کسان ووژل شول او ۲،۲ میلیونه تنه نور بیا بې ځایه شول.

نور تورونه د قتل، ربړوني، جنسي تیري، له منځه وړني، اخراج او ترهګري ول. پر هغه باندي دا تور ثابت شو چې د داسې ځواکونو قومانده یې کړې ده چې د بوسنیا په جګړه کې یې تر ټولو خراب ظلمونه کړي دي.

Niederlande Urteil Ratko Mladic | Mladic wird daraus geführt
ملادیچ د محکمې په جریان کې په غوسه شو.انځور: picture-alliance/AP Photo/ICTY

ملادیچ ته د «بوسنیا د قصاب» نوم ورکړل شوی وو، خو هغه اوس هم په سربیا کې د یو شمیر کسانو له خوا قهرمان بلل کیږي. هغه د ملګرو ملتونو د دغې محکمې له خوا ګرم بلل کیدونکی تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی. تر دې مخکې د ملادیچ وکیلانو ویلي ول چې دا یوه سیاسي محکمه ده.

د ملګرو ملتونو دغه محکمه په ۱۹۹۳م کال کې په هاګ کې جوړه شوه چې د پخوانۍ یوګوسلاويا د جګړې پر مهال ترسره شوي جنګي جنایتونه وڅیړي.

m.s /z.n (AP, AFP, dpa)