1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه د بې وطنۍ ستونزې د پای ته رسيدو غوښتنه کوي

۱۳۹۶ آبان ۱۲, جمعه

د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د شاوخوا ۱۰ ميليونه انسانو پر وړاندې د تعقيب او تبعيض د پاي ته رسيدو غوښتونکی شو. دغه سازمان وايي ټول ماشومان چې په هر هيواد کې زيږيږي، بايد د هماغه هيواد د هستوګن له حقونو څخه برخمن شي.

https://p.dw.com/p/2mxvz
Nigeria UN Camp in Maiduguri
انځور: Getty Images/AFP/S. Heunis

د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنر فليپو ګراندي، په ژنيو کې وويل چې د ميانمار روهنګيايانو په څير بې وطنه انسانان، په هر ځاي کې په سيستماتيک ډول له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخي دي. هغه غواړي چې د دغه شان انسانانو د بې وطنۍ وضعيت ته تر ۲۰۲۴ ميلادي کاله پورې د پای ټکی کيښودل شي. ګراندي غوښتنه کړې چې بې وطنه انسانان دې بايد تر هغه وخته پورې د يوه هيواد تابعيت ترلاسه کړي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی دی چې ټول هغه تبعيض لرونکي قوانين بايد لغوه شي کوم چې پر اساس يې انسانان نشي کولای د قومي، مذهبي يا ژبنیو لاملونو له وجې د یو هيواد تابعيت ترلاسه کړي.

ګراندي ټينګار کړی دی چې بې وطنه انسانان د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې د روغتيايي او تعليمي امکاناتو څخه بې برخې دي. د هغه په وينا دغه افراد د کار له پاره د ځای پیدا کولو، د يو بانکي حساب لرلو او يا د املاکو د رانيولو امکانات هم په لاس کې نه لري او حتې په ډیرو حالاتو کې د واده کولو اجازه هم نه ورکول کیږي.

په تيرو اوونيو کې د روهنګيايانو برخليک او وضعيت، په ټوله نړۍ کې د غوصې پارولو لامل واقع شول. د ميانمار پوځ د عملياتو په پايله کې د دغه مسلمان اقليت څخه څه باندې ۶۰۰ زره کسان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته مهاجر شول. د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د مشر په حواله، روهنګيايان د نړۍ پر سر تر ټولو لويه بې وطنه ډله ده.

فيليپو ګراندي زياته کړه چې ټول هغه ماشومان چې د نړۍ په هر هيواد کې زيږيږي بايد د هماغه هيواد د اوسيدونکي له حقونو څخه برخمن شي. دا هغه څه دي چې لا تر اوسه پورې د آلمان په څير په ډير شمير هيوادونو کې امکان نه لري. ګراندې دغه راز ويلي دي چې ټولې ميندې بايد دا اجازه ولري چې خپل تابعيت خپلو ماشومانو ته هم انتقال کړي. دا په داسې حال کې ده چې زيات شمير هيوادونه ميندو ته دا ډول حق نه ورکوي. له همدې کبله، هغه ماشومان چې د خپل پلار په اړه د معلوماتو ترلاسه کول ورته ناممکنه وي، په اکثرو حالاتو کې د بې وطنه په توګه نړۍ ته راځي.

د اقليتونو پر وړاندې د تبعيض ترڅنګ، بل څه چې په لومړي قدم کې د انسانانو د بې وطنۍ لامل ګرځي هغه له بحراني او جګړه کې ښکيلو سيمو څخه د انسانانو اجباري تيښتې او مهاجرتونه دي. دغه راز په خپلو کې د هيوادونو پاشل هم د انسانانو د بې وطنۍ لامل کيږي د بيلګې په توګه د پخواني شوروي اتحاد پاشل کيدل.