1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګروملتونوعمومي غونډې د ترمپ پرضد رائیه ورکړه

۱۳۹۶ دی ۱, جمعه

د ملگرو ملتو د سازمان ۱۲۳ هیوادونو په عمومي غونډې کې دا رده کړه چې بیت المقدس دې د اسرائیلو د پلازمینې په توگه په رسمیت وپیژندل شي. د اسرائیلو صدراعظم په دې اړه خپله غوسه څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/2pprO
د بیت المقدس په هکله د ملگرو ملتو د عمومي غونډې پریکړه
انځور: Getty Images/S. Platt

د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د ګواښونو او د اسرائیلو د صدراعظم، بنیامين نتانیاهو د قهرجنو څرګندونو سربیره، د ملګرو ملتونو سازمان غړو هیوادونو په یوڅرګند اکثریت سره د بیت المقدس (یورشلیم) د سیاسي موقف په اړه له یوه پریکړه لیک څخه ملاتړ وکړ.

البته په پریکړه لیک کې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندو څخه په مشخص توگه کومه یادونه نه ده شوې. په پریکړه لیک کې راغلي دي چې د بیت المقدس د سیاسي موقف په باب ورستی تصمیم باید د ملګرو ملتونو سازمان د اړونده پریکړه لیکونو په رڼا کې تر بحث لاندې ونیول شي. 

د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۳ غړو له جملې څخه ۱۲۳ هیوادونو د نوموړې پریکړې په پلویتوب رائیه ورکړه. امریکا متحده ایالاتو، اسرائیل او څلورو جزیره یې هیوادونو په ګډون ۹ هیوادونو دغه پریکړه لیک رد او ۳۵  نورو ممتنع رایه ورکړې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا برخلاف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ویتو حق وجود نه لري او هر یو غړی هیواد د یوې رایې حق لري. بل لور ته د نړیوالو قوانینو له مخې د دې پریکړه لیک په اړه د عمومي غونډې تصمیم الزامي هم نه دی.

آلمان هم د هغو هیوادونو په  جمله کې دی چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یې د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندو پر ضد رایه ورکړه. د اسرائيل او منځني ختیځ په چارو کې د آلمان د هایدلبرګ پوهنتون استاد یوهانس بِک، په دې اړه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «دغه دریځ د ډیر شمیر نورو هیوادونو د د دریځ په څير د بین المللي قوانينو د چوکاټ مطابق یو عمل، او همدارنګه د منځني ختیځ د کړکیچ له پاره د دوو دولتونو حل لارې د طرح مطابق دی چې د ملتونو یو پراخ اتحاد یې ملاتړ کوي».

د نوموړي کارپوه په نظر دغه دریځ به په نږدې راتلونکي کې تغییر هم ونه کړي. یوهانس بیک وايی:« دا ډول طرز تفکر چې آلمان د خپلو ځانګړو مناسباتو په خاطر چې د اسرائیلو له دولت سره یې لري او باید له امریکا سره همغږی وای د عملي کیدو کم چانس لري. بل لور ته دا نظر له هیڅ کوم لوري سره مرسته نه کوي».

که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې دغه پریکړه الزامي نه ده او یوازې سبمولیک  شکل لري، خو متحده ایالاتو ګواښ کړی دی چې د دې پریکړه لیک پر پلویانو به خپلې مالي مرستې بندې کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو دغه ګواښونه د فشار واردولو له پاره یو ډول له زور څخه کار اخیستنه بللې هغه وویل: «نه پریږدو چې موږ دې څوک داسې وویروي. امریکا متحده ایالات به شاید قوي وي، خو دغه قوت دوی ته هیڅ ډول حق په لاس نه ورکوي».

دملگرو ملتو عمومې غوندې ته په وینا کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو د استازی پر دریځ نیوکه وکړه
انځور: picture-alliance/abaca/A. Hosbas

د اسرائیلو صدراعظم د ملگرو ملتو سازمان د «درواغو کور» وگاڼه

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو لا مخکې له دې د ملگرو ملتو د عمومی غونډې دغه رای ورکول ردل کړل. هغه د اسرائیلو په سویل کې د خپلې وینا پر مهال خپله غوسه کنترول نه شوای کړای او وویل: « که ملګري ملتونه وغواړي او که  نه، بیت المقدس د اسرائیلو پلازمینه ده».

نتانیاهو زیاته کړه ۷۰ کاله وخت یې ونیوه چې امریکا بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینی په توګه  په رسمیت و پیژنني او کلونه به دوام وکړي چې ملګري ملتونه هم دا کار وکړي. د هغه په خبره د اسرائیلو پر وړاندې د ډیر شمیر هیوادونو دریځ په تدریج سره تغییر کوي، او دغه تغییر به په راتلونکي کې د ملګرو ملتونو سازمان له دیوالونو څخه په تیریدو، د  نتانیاهو د خپلې خبرې له مخې، دې «دروغ خانې» ته لاره پيدا کړي.

د دوشنبه په ورځ د ملگرو ملتو د امنیت په شورا کې د متحده ایالاتو استازی نوموړې پریکړه ویتو کړه، دا په داسی حال کې چې د دغې شورا ۱۴ نورو غړو د هغې په پلویتوب رایې ورکړې وې.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال کې د «شپږ ورځنې جگړې» په تعقیب کې د بیت المقدس عربې برخه هم تر خپل کنترول لاندې راوستله. اسرائیل ټول بیت المقدس د خپل هیواد پلازمینه گڼي. خو دغه غوښتنه  په نړیواله سطح منل شوې نه ده. په عین وخت کې فلسطینیان غواړي چې ختیځ بیت المقدس د هغوی د یو راتلونکی دولت پلازمینه وگرځي. د فلسطینانو له دې غوښتنې خخه  ديري  مسلمان هیوادونه ملاتړ کوي.