1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د ملګرو ملتونو نوي سرمنشي ۲۰۱۷ د سولې کال وباله

۱۳۹۵ دی ۱۳, دوشنبه

د ملګرو ملتونو نوي سرمنشي انتونیو ګوتیریش، خپل کار سولې ته د لومړيتوب ورکولو له غوښتنې سره پیل کړ. هغه ډاډ ورکړ چې پر ملګرو ملتونو باندې د اعتماد د بیا رامنځ ته کیدو په موخه به لازم اقدامات وکړي.

https://p.dw.com/p/2V7p4
Antonio Guterres
انځور: picture alliance/AP Photo/S. Wenig

د ملګرو ملتونو نوي سرمنشي انتونیو ګوتیریش، له نړۍ غوښتي دي چې سولې ته لومړيتوب ورکړي. هغه دغه څرګندوني د یکشنبې په ورځ د نوي کال په مناسبت د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه په خپله لومړۍ وینا کې کړې دي. هغه به تر بان کي مون وروسته، د راتلونکو لسو کلونو له پاره د دې نړیوال سازمان مشري وکړي.

ګوتیریش وویل: «موږ څرنګه کولای شو چې په جګړې کې له میلیونو ګیر پاتې شویو کسانو سره مرسته وکړو؟ دا کسان د داسې جګړو له کبله چې پای یې نه تر سترګو کیږي، کړیږي.» هغه زیاته کړه: «د ملکیانو پر وړاندې له وژونکي ځواک څخه کار اخیستل کیږي. ماشومان، ښځې او نارینه وژل او ټپیان کیږي، د خپلو کورونو پریښودو ته اړیږي، شړل او ناداره کیږي. هیڅوک دغه شان جګړې نه ګټي. ټول د دغو جګړو بایلونکي دي.»

د ملګرو ملتونو نوی مشر باید په سوریې، یمن، سویلي سودن او نورو سیمو کې د مغلقو جګړو د پای ته رسولو هڅې وکړې. ۶۷ کلن ګوتیریش د خپلې بیانیې په پای کې پر نړیوالو باندې غږ وګړ چې خپل اختلافات حل کړي او ټینګار یې وکړ چې «د بشریت وقار، هیله، نیکمرغي او پرمختیا سولې پورې تړلې ده او سوله پر موږ پورې.»

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اصلاحاتو ژمنه

د ګوتیریش ټاکنې چې تر دې مخکې یې د یوې لسیزې له پاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د کمیشنر په توګه کار کړی دی، په داسې حال کې دیپلوماتان یو څه خوشبینه کړي دي چې پر ملګرو ملتونو باندې د بدلون د راوستلو په برخه کې اعتماد د لږیدو په حال کې دی.

پخپله ګوتیریش هم د خپلې لوړې په مراسمو کې دې موضوع ته اشاره کړې وه او بیا یې دا ډاډ ورکړی وو: «اوس د دې وخت رسیدلی دی چې ملګري ملتونه هم دغه کار وکړي؛ خپلې ستونزې په ګوته کړې او د خپل کار کولو په طریقه کې اصلاحات رامنځ ته کړي.»